پوسټ کوډ ۱۷۸۰۲۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۵ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۸:۴۳

حامد کرزي په کونړ ولایت کې د ناټو هوایي برید په کلکه وغانده

حامد کرزي ددغه بريد د غندلو تر ?ن? يو وار بيا پر خپل دايمي موقف تاکيد وک? چ? تروريزم د افغانانو په کليو او کورونو ک? نه دي او دلته به ي? پر ضد ج??ه کول په کامياب? منتج نشي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ناټو لخوا هغه هوایي برید په کلکه وغانده چې د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د لسو ملکي وګړو د شهادت باعث شو.
د چهارشنبې په دغه هوایي برید کې چې د ناټو لخوا تر سره شو، دوه کورونه په نښه شول او زموږ لس تنه هیوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په شهادت ورسېدل او څلور تنه نور ټپیان شول.
حامد کرزي ددغه برید د غندلو تر څنګ یو وار بیا پر خپل دایمي موقف تاکید وکړ چې تروریزم د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه دی او دلته به یې پر ضد جګړه کول په کامیابۍ منتج نشي.
حامد کرزي د نوموړي خبر تر اورېدو سملاسي وروسته لارښوونه وکړه چې یو هیات دې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو او د شهیدانو کورنیو ته دده د خواخوږۍ د پیغام رسولو لپاره سیمې ته واستول شي. دغه هیات چې مشري یې د جمهور رئیس سلاکار شجاع الملک جلاله کوي، اوس سیمې ته روان شوی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی شهیدانو ته فردوس جنت او کورنیو ته یې د لوی خدای (ج) له دربار څخه جمیل صبر غواړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement