پوسټ کوډ ۱۷۷۹۰۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۹:۲۲

د هند دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو اندېښمن دی

له افغانستانه د امريکايي پو?يانو بشپ?ه وتنه به د هند لپاره د اند??ن? و? وي ?که چ? په د? صورت ک? ممکن د?من قوتونه له بهره هند ته ?وا? پ?? ک?ي.

تاند- د هند دفاع وزیر پرون/چهارشنبه/ وویل، هیواد یې له افغانستانه راتلونکی کال د امریکايی پوځیانو د وتلو له کبله له عواقبو سره د مقابلې لپاره اقدامات کوي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې دفاع وزیر اې کې انتوني په بنګلور کې خبریالانو ته وویل:«موږ له هر راز عواقبو څخه، چې ممکن له افغانستانه د امریکا د محاربو پوځیانو له وتلو وروسته سر راپورته کړي، د خپل هیواد د ساتنې لپاره اقدامات کوو.»

ښاغلي انتوني د سیمې جیوپولیټیک حالات ډېر حساس وبلل، ویې ویل: له افغانستانه د امریکايي پوځیانو بشپړه وتنه به د هند لپاره د اندېښنې وړ وي ځکه چې په دې صورت کې ممکن دښمن قوتونه له بهره هند ته ګواښ پېښ کړي.

د هند دفاع وزیر په عین حال کې وویل:«هیڅوک زموږ هیواد ته خطر نه شي پېښولی ځکه چې زموږ وسله وال ځواکونه پوره چمتو دي چې زموږ ملي امنیت ته د هر خطر په وړاندې ودرېږي. موږ خپل ځواکونه په خورا پرمختللیو کورنیو او بهرنیو وسلو او وسایلو سمبالوو.»

ده د پاکستان له لوري چین ته د ګوادر بندر سپارل هم د هند لپاره د اندېښنې وړ وبلل، ویې ویل که څه هم دا بندر د پاکستان په غوښتنه چینایان جوړوي خو په ګوادر کې د چینایانو حضور د امنیتي ګټو له نظره څېړل کېږي.

د پاکستان حکومت د جنورۍ په دېرشمه د ګوادر بندر له سینګاپور څخه چینايي شرکت ته وسپاره. د چین هولډینګس لمیټید د دغه بندر په رغولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement