پوسټ کوډ ۱۷۷۸۰۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۲ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۳:۲۲

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د درې سوه میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ

د اسيا د پراختيايي بانک له خوا له افغانستان سره دا در? سوه ميليونه ?الره مرسته د هغو يو اعشاريه دوه ميليارده ?الرو د مرستو يوه برخه ده، چ? دغه بانک ي? ت?ر کال په توکيو کنفرانس ک? له افغانستان سره د ورک?? ژمنه ک?? وه.

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د روان میلادي کال لپاره د درې سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

پهپه کابل کې د اسیا پراختیایي بانک مسئولین وايي، چې په روان میلادي کال کې له افغانستان سره د درې سوو میلیونو ډالرو تازه مرستې ډیر تمرکز به یې د دې هېواد د بریښنا، اوبو لګولو او ترانسپورت پر سکتورونو وي.

په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک رییس جوجي توکیشي وایي، د هېواد جنوب ته د بریښنا د مزو غځول، د سړکونو او د طبیعي زیرمو د ګټې اخیستنې لپاره د سیستمونو جوړول د دوي له لومړیتوبونو څخه دي.

توکیشي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د توکیو کانفرانس له ژمنې سره سم به د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان سره وړیا مرستې وکړي:

(د اسیا د پراختیایي بانک پروژې د افغانستان د ملي پراختیا له ستراتیژي او د دې هېواد له ملي لومړیتوبونو سره یوځای پرمخ ځي.

زموږ تمرکز به په درېیو اساسي سکتورونو یعنې انرژۍ، ترانسپورت او اوبو لګولو باندې وي.

موږ په دې هم ټینګار کوو، چې د سیمې هېوادونه یو له بل سره وصل کړو، دا کار د سړکونو، سیندونو او د بریښنا د لیږد له لارې کیږي.)

د سړکونو د جوړولو په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک غواړي، چې په راتلونکو څو کلونو کې، د سالنګ لویه لار، د فیض اباد اشکاشم، یکاولنګ او دره صوف، کابل جلال اباد، لشکرګاه ګرشک او د انګور اډې او شهران سړکونه له جوړولو سره مرسته وکړي.

د اسیا د پراختیايي بانک د یوې اعلامیې له مخې، بریښنا د انتقال په برخه کې دغه بانک پلان لري چې د ترکمنستان هیواد بریښنا د شبرغان، مزارشریف، پلخمري او کابل لارې لوګر او بیا پکتیا اوخوست ولایتونو ته انتقال کړي.

د اسیا پراختیایي بانک به د بامیان او بدخشان د اوبو د بندونو او د اندخوی او مزارشریف ترمنځ د ریل د پټلې جوړولو ته هم مالي مرسته ورکړي.

د اسیا پراختیایي بانک مسولین وایي مرسته شوې پیسې به یې د افغانستان د مالیې وزارت له خوا مصرفیږي خو دوی به یې جدي څارنه کوي.

د مالیې وزارت ددې مرستو هرکلی کوي او یادې پروژې د افغانستان د زیربنا لپاره ډیرې ګټورې بولي.

ددې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

(دا هغه بنسټیزې پروژې دي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره زیربیاني اهداف جوړوي.

که مونږ انرژي، زراعت یا نورې برخې وګورو چې دوی یې له مونږ سره مرسته کوي، دا ټول د افغانستان زیربنایي اساسات جوړوي، د دافغانستان دزیربنا لپاره ډیرې اړینې دي.)

د اسیا پراختیایي بانک په توکیو کانفرانس کې چې د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې جوړ شوی وو، له افغانستان سره د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

په توکیو کانفرانس کې نړیوالې ټولنې او نورو مرسته کوونکو هیوادونو هم له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د شااوخوا شپاړس میلیارده ډالرو ژمنه وکړه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement