پوسټ کوډ ۱۷۷۷۶۰
نیټه خپرول: شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۱ ۲۰:۵۰

د روسیې د کورنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره ایران ته سفر کوي

سبا تهران ته د روسي? د کورنيو چارو وزير، ولاديمير کولو کولتسف د يوه لو? پو?ي پلاوي په مشر? په دوه و ر?ني.

د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ددوه اړخیز، سیمه ییزه او نړیوالو مسایلو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته سفر کوي. 
دایران د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د رپوټ له مخې، ټاکل شوې ده چې سبا تهران ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ولادیمیر کولو کولتسف د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دوه و رځني سفر راشي او د ایران او روسیې ترمنځ په امنتي، سرحدي او نورو برخو کې د موافقو تعقیبولو او د اړیکو د کچې د لوړولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړي. 

ددې رپوټ له مخې په روزنیزو او عملیاتي برخو کې د پولیسي ملګرتیاوو پراختیا تهران ته د روسیې د کورنیو چارو د وزیر د سفر نورې موخې دي. تهران ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر سفر چې د ایران د کورنیو چارو د وزیر، مصطفی محمدنجار په بلنې سره ترسره کېږي، له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو او د نظر د تبادلې په موخه د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته ایران ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.














برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement