پوسټ کوډ ۱۷۷۷۰۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۷:۵۹

وزیري: د ملي اردو له خوا د طالبانو جسدونو ته سپکاوی په کلکه غندو

د د? موضوع ?ي?لو ته د ?اکل شوي پلاوي په رپو? ک? هم ويل شوي چ? په پکتي

دفاع وزارت چارواکي د ملي اردو د سرتیرو له خوا د طالبانو له جسدونو سره دغه چلند له اسلامي او نړېوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي او په کلکه یې غندنه کوي.

ددې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وایي، د دې موضوع څیړلو ته د ټاکل شوي پلاوي په رپوټ کې هم ویل شوي چې په پکتیا کې د وژل شویو طالبانو جسدونه د ملي اردو د موټرو په وسیله کش شوي دي.

وزیري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ددې پیښې په تړاو یې تراوسه درې تنه نیولي او څیړنې یی ترې پيل کړي دي:

(د هغه کنډک قومندان چې ډګرمند عطاالله وو، دوه کاله کیږي غیرحاضر دی، خو له مونږ سره درې تنه سیدکریم، امین الله او سپین غر موجود دي، اوس تر تحقیق لاندې دي، سپین غر بندي دی، مونږ دا مسله داسې نه پریږدو چې مجرمینو ته سزا ورنه کړو، ملي اردو ته اجازه نشته چې د مخالفینو له جسدونو سره بد چلند وکړي.)

الجزیرې ټلویزیون په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې، په پکتیا ولایت کې د ملي اردو د موټرو په وسیله د دوو وسله والو طالبانو جسدونه د کش کیدو په حالت کې ښودل کیږي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، ددې خبر له رسیدو وروسته یې یوه کشفي پلاوي ته دنده وسپارله چې دغه موضوع له نږدې وڅیړي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، د دوی څیړني ښيي چې دغه پیښه د ۱۳۸۸ لمریز کال په سنبلې میاشت کې د پکتیا د ۲۰۳ تندر قل اردو په دویم کنډک کې رامنځ ته شوې ده.

دوی وایي دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ملي اردو سرتیري د طالبانو له یوه کمین سره مخ شوي او ملي اردو له جګړې وروسته د دوو تنو وسله والو طالبانو جسدونه په موټر پسې کش کړي.

د دلوې په لومړۍ نیټه داسې راپورنه خپاره شول، چې د د دفاع وزارت لوی درستیز شیر محمد کریمي له قوله پکې ویل شوي و، د وژل شویو مخالفینو جسدونه له دې امله په موټرې پسې کش شوي چې په ځانونو پورې یې چاودیدونکي مواد تړلي و.

خو د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري دغه راپور بې اساسه بولي:

(په یوه راپور کې د دفاع وزارت د لوی درستیز له قوله ویل شوي، دغه جسدونه ددې لپاره کش شوي مخالفینو په ځان پورې چاودیدونکي مواد تړلي وو.

زه دا راپور په کلکه ردوم، لوی درستیز د هیواد یو تجربه لرونکی او پخوانی جنرال دی او هغه داسې خبرې نه کوي.)

دا چې دفاع وزارت به د ملي اردو نیول شویو سرتیرو ته ددې کار په بدل کې کومه سزا ورکړي؟ اوس یې په اړه څه ویل له وخته مخکې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان به جګړې کې د ښکیلو خواوو له خوا د یو بل اسیرانو او یا هم وژل شویو کسانو ته د سپکاوي د څو پیښو راپورونه ورکړل شول.

تر دې مخکې د فیس بوک په پاڼه کې هم یوه ویډیو خپره شوې چې څو تنه وسوال مخالفینو پکې لیدل کیږي، چې د ملي اردو د یوه عسکر په خولې کې یې د هویت کارت ورکوي او بیا یې په ډزوو وژني. 

سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement