پوسټ کوډ ۱۷۷۵۷۰
نیټه خپرول: جمعه ۱ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۲:۱۲

افغانستان کې یوټیوب وېبپاڼه پرانیستل شوه

دغه ويب پا?ه د افغانستان د امنيت شورا په غو?تنه وروسته له هغه وت?ل شوه، چ? په امريکا ک? د اسلام د پيغمبر(ص) په ا?ه د يوه سپکوونکي فلم تر خپريدلو وروسته په افغانستان ک? له تاوتريخوالو ?ک لاريونونه وشول

په افغانستان کې یوټیوب ټولنیزه پاڼه، چې له میاشتو راهیسې تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوه.

د ويډيوگانو شريکوونکې پاڼه یوټیوب، چې نژدې نهمه میاشتې مخکې افغان حکومت تړلې وه، اوس د اړوندو چارواکو له خوا بیرته پرانیستل شوې ده.

دغه ویب پاڼه د افغانستان د امنیت شورا په غوښتنه وروسته له هغه وتړل شوه، چې په امريکا کې د اسلام د پيغمبر(ص) په اړه د يوه سپکوونکي فلم تر خپریدلو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالو ډک لاریونونه وشول.

اوس د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، دغه تولنیزه پاڼه بیرته پرانستل شوې ده.

د دغه وزارت د اترا ادارې مرستیال عبدالمالک نظري بي بي سي ته وویل، چې د اطلاعات او کلتور وزارت په رسمي غوښتنه یې دغه پاڼه بیرته پرانیستې ده او اوس یې مینه وال په هر ځای کې کتلی شي.

دارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین هم په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې دغه ویډیو شریکونکې پاڼه بیرته پرانستل شوې خو هغه هېله څرګنده کړې، چې د پاڼې مینه والو به د هغې د استعمال سمه لاره زده کړې وي.

د دغې پاڼې ځینو مینه والو هم بي بي سي ته ویلي، چې دغه اوس کتلی شي.

یوټیوب پاڼه په افغانستان کې د هغو خلکو پر مخ تړلې وه، چې له حکومتي انټرنېټ یې استفاده کوله

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement