پوسټ کوډ ۱۷۶۸۱۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۱ ۱۲:۱۲

په کابل کې سلګونه دیني عالمان په ټولنه کې د خپل رول په زیاتوالي بحثونه کوي

?اغلي شهراني زياته ک?ه، چ? د ه?واد او ن?? په کچه ديني علما يواز? د فق? په برخه ک? ??ر کو?? کوي، خو د قران عظيم الشان ??? آيتونه د علومو او ?کنالوژ? په برخه ک? نازل شوي، چ? دده په خبره بايد ديني عالمان په د? برخه ک? پاملرنه وک?ي او خلکو ته ي? ورسوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت په دې هڅه کې دی چې د هېواد په کچه د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د دیني عالمانو په مرسته د حل لاره رامنځ ته کړي.
دغې موخې ته د رسېدو لپاره د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت درې ورځنی علمي سیمنار په کابل کې جوړ کړی، چې د هېواد د مرکزي زون له اتو ولایتونو څخه د دارالعلومونو، دیني مدرسو استادانو، آمرانو او علمای کرامو پکې برخه اخیستې ده.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ښاغلی شفیق صمیم وايي، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره تر ټولو غوره لاره د دیني علماوو مرسته ده، چې پوهنې وزارت د ۱۳۹۱ کال له پیل څخه په دې هڅه کې وو، چې په دې اړه له دیني علماوو او خطیبانو سره په ګډه سیمنارونه جوړ کړي.
ډاکټر صمیم زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت به په راتلونکې کې د هر زون په مرکز کې دغه شان سیمنارونه جوړ کړي او له دیني عالمانو به وغواړي، چې د هېواد د ستونزو د حل په موخه خلکو ته لارښوونې وکړي.
په همدې حال کې د ولسمشر ستر سلاکار نعمت الله شهراني چې په دغه سیمنار کې یې خبرې کولې، د پوهنې په برخه کې د اسلامي تعلیماتو له پرمختګ څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه:((مونږ غواړو چې دیني تعلمیات په هغه اندازه پرمخ ولاړ شي، چې ټکنالوژي یې یوه برخه وشمېرل شي)) ښاغلي شهراني زیاته کړه، چې د هېواد او نړۍ په کچه دیني علما یوازې د فقې په برخه کې ډېر کوښښ کوي، خو د قران عظیم الشان ۷۵۰ آیتونه د علومو او ټکنالوژۍ په برخه کې نازل شوي، چې دده په خبره باید دیني عالمان په دې برخه کې پاملرنه
وکړي او خلکو ته یې ورسوي.
ټاکل شوې چې په دغه سیمنار کې به د اسلام په سپېڅلي دین کې د منځلاریتوب یا اعتدال د کلتور په پراخولو، په ۲۰۱۴ کال کې افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد، د راتلونکو ولسشریزو ټاکنو په تړاو عامه پوهاوي، د علم زده کړې او له وطن سره مینې ته د ښځو او ماشومانو هڅول، په هېواد کې د ناامنۍ او تاوتریخوالي
له منځه وړل، د خلکو ترمنځ د سوله ییزو افکارو او نظریاتو ترویجول، ښه حکومتولي، له نشه یي توکو سره مبارزه، خلکو ته د ښو خدمتونو رسول او له چاودېدونکو موادو او پر سړک د خښو شویو ماینونو په اړه د عامه پوهاي په
زیاتوالي کې د علماوو د رول او اغېز په اړه بحثونه وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement