پوسټ کوډ ۱۷۶۷۶۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۱ ۱۷:۳۶

ایساف ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو یو قومندان نیولی دی

نن ي? په کندهار ک? د ماين جو?ولو يو متخصص هم نيولي دي، چ? د دغه ولايت په ختي?ه سيمه ک? ي? په وسله والو مخالفينو ماينونه ويشل.

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یو قومندان نیولی دی.

د دغو ځواکونو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شوي طالب قومندان د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوی چې دې قومندان په سیمه کې د افغان او نړېوالو ځواکونو پر وړاندې حملې پلانولې.

د ایساف خبرپاڼه وایي، چې نن یې په کندهار کې د ماین جوړولو یو متخصص هم نیولی دی، چې د دغه ولایت په ختیځه سیمه کې یې په وسله والو مخالفینو ماینونه ویشل.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement