پوسټ کوډ ۱۷۶۷۴۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ لړم ۱۳۹۱ ۱۱:۱۹

په فاریاب ولایت کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د فاریاب حکومتي چارواکي وایې، ۲۵ تنه وسله وال طالبان په دې ولایت کې وژل شوي.

د فاریاب والي محمد الله بتاش ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کسان تیره ورځ هغه مهال ووژل شول، چې یو شمېر وسله والو د پښتون کوټ ولسوالۍ پر بازار برید وکړ او د دوو ساعتونو لپاره یې بازار په خپله ولکه کې وساته.

د ښاغلي بتاش په وینا امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د یار محمد په نامه د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۲۵ وسله وال ووژل شول.

د نوموړي په وینا پدې نښته کې ۵ تنه د ملي پولیسو سرتیري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement