پوسټ کوډ ۱۷۶۳۵۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۱ ۰۹:۴۳

په ميدان وردګو ولايت کې د دوه پاکستاني طالبانو په ګډون ديارلسو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

د قوماندان داود په ويناء چ? په دغو عملياتو ک? دملي اردو دوه تنه سربازان هم ?پيان شوي دي

.
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اندړو او بادامو په سیمه کې په ترسره شوو عملیاتو کې د دوه پاکستاني طالبانو په ګډون(۸) تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او پنځه تنه نور وسلوال ټپيان شوي. 

د ملي اردو دشپږم کنډک قوماندان ډکرمن داود په ویناء چې دغه عملیات دوږي دمیاشتې په ۲۵ نیټه دنرخ ولسوالۍ دبادامواو اندړو په سیمو کې دملي اردو او ملي پولیسو لخوا پیل شول چې تقریبا ۵ ساعته یېدوام وکړو او بیګاه ناوخته پای ته ورسیدل چې په دغو عملیاتو کې د دوه پاکستاني طالبانو په ګډون(۸) تنه وسلوال وژل شوي او (۵) تنه وسلوال مخالفین ټپیان شوي دي همدارنګه په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو څخه یو میل (۸۲) ملي متري توپ، یوه دهشکه، ماینونه،۳۰ عدده پټاقۍ، یو زیات صندوقه دهشکې مرمۍ،۵۰۰ متره سوزنکي لین او یو زیات شمېر مهمات ترې ترلاسه شوي دي.
د قوماندان داود په ویناء چې په دغو عملیاتو کې دملي اردو دوه تنه سربازان هم ټپيان شوي دي

د کنډک قوماندان په ویناء دغه عملیات دتندر دهغه عملیاتو برخه ده چې په ټول ولایت کې پيل شوي چې په همدغه سیمه کې به ځیني وخت به وسلوالو مخالفینو د بادامو او اندړو غرونو څخه دکابل - کندهار په لویه لاره د دهشکې او (۸۲) ملي متري توپ انداختونه کول او سیمه یې نا امنیي رامنځته کړې وه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement