پوسټ کوډ ۱۷۶۱۴۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۸ وږی ۱۳۹۱ ۱۷:۳۲

حامد کرزی د ناپېیلو هېوادونو غورځنګ د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته روان شو

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې وروسته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه تهران ته روان شو.
جمهور رئیس به په دې سفر کې د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د مشرانو په شپاړسمه ناسته کې پر ګډون سربېره په دې غونډه کې خپله وینا او د افغانستان نظر به د غونډې برخه والو ته واوروي.
دغه راز حامد کرزی به د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د مشرانو د ناستې تر څنګ د هند له صدراعظم من موهن سنګ او د غورځنګ د غړیو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره په جلا جلا توګه وګوري او له هغوی سره به د سیمې او نړۍ د حالاتو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضی ملتیا کوي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement