پوسټ کوډ ۱۷۶۱۳۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ وږی ۱۳۹۱ ۱۳:۰۸

د ملي اردو یوه سرتیري درې اسټرالیایي پوځیان ووژل

په مهراباد سيمه ک? د دوي په يو? قرار ?اه ک? د ملي اردو يوه سرتيري د ايساف پر ?واکونو وسلواله حمله ک?? چ? در? تنه يي وژلي او يو تن يي زخمي ک?ي دي.

د ملي اردو یوه سرتیري په ارزګان ولایت کې درې اسټرالیایي پوځیان ووژل او یو بل یي ټپي کړ، پیښه دقیقا تیره شپه لس بجې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې رامنځته شوي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وردګ ازادۍ رادیو ته وویل، چې په مهراباد سیمه کې د دوي په یوې قرار ګاه کې د ملي اردو یوه سرتیری د ایساف پر ځواکونو وسلواله حمله کړې چې درې تنه یي وژلي او یو تن یي زخمي کړی دی.

د ملي اردو دغه قومندان وویل، چې د پیښې انګیزه نه ده معلومه او حمله کوونکي د پیښې د ځایه تښتیدلي دی:

"د شپې لس بجې د ایساف ځواکونه زموږ کمیپ ته ورغلي وو، هلته یو سرتیري ورباندې ډزې کړي درې تنه یي وژلي او یو بل یي ټپي کړی، موږ هیت ور استولی د تحقیقاتو لپاره."

په ورته وخت کې د اسټراليا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې درې سرتېري يې په اروزګان ولايت کې د افغان ملي اردو د سرتېري پر ډزو وژل شوي او دوه نور يي ټپيان دي.

د افغان ځواکونو د لیکو څخه پر نړېوالو پوځیانو حملې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډیری شوي.

ناټو په دې اړه ویلي، چې په سلو کې پنځه ویشت حملې د طالبانو د نفوذ له امله رامنځته شوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement