پوسټ کوډ ۱۷۵۸۳۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۹ زمری ۱۳۹۱ ۱۰:۵۹

پرون په لندن کې د المپیک د لوبو دوهمه ورځ وه

د برازيل د نارينه و د فوتبال ?يم بيله روس ته ?د ي

پرون په لندن کې د المپیک د لوبو دوهمه ورځ وه، د دې لوبو په ترڅ کې هالندۍ ماریانې فوس د ښځو د بایسکل زغلولو د لوبې د سروزرو او بریتانوۍ لیزې ارمیت ستید د سپینو زرو مډال وګاټه.

ګورجستاني لاشا شاوداتوشویلی د جودو د مسابقې چې د ۶۶ کیلوګرامه وزن لرونکولوبغاړو ترمنځ ترسره شوه، لومړی مقام وګاټه.

د ښځو له خوا د وزن پورته کولو په مسابقه کې چې د ۵۳ کیلوګرامه وزن لرونکو له خوا ترسره شوه، د قزاقستان لوبغاړې زولفیا چینشانلو د سروزرو مډاله وګاټه.

د برازیل د نارینه و د فوتبال ټیم بیله روس ته ۳د یوه په مقابل کې ماتې ورکړه او د لوبوبل دور ته ووت.

د ازبکستان د جمناستیک لوبغاړې لویزه ګالیولینه وروستۍ لوبغاړې وه چې له هغو معایناتو بریالۍ ونه وته چې د ممنوعه دوا د استعمال لپاره پرلوبغاړو ترسره کیږي.

هغه په موقت ډول د المپیک له لوبو منع کړای شوه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement