پوسټ کوډ 175815
نیټه خپرول: پنج شنبه 12 زمری 139111:15

هیواد به یې د ناټو د عملیاتو ملاتړ ته دوام ورکړي څو په ناامن افغانستان کې امنیت ډاډمن شي

تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین تاکید وکاوه چې هیواد به یې د ناټو د عملیاتو ملاتړ ته دوام ورکړي څو په ناامن افغانستان کې امنیت ډاډمن شي.

پوتین، چې د روسیې د هوايي ځواک د پرسونلو غونډې ته خبرې کولې، وویل:«ناټو حاضردمه په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره حضور لري. موږ باید له دوی سره مرسته وکړو. اجازه ورکړو چې هلته جګړې ته دوام ورکړي. په دې کې زموږ ګټې نغښتې دي. زموږ ګټه دا ده چې زموږ په جنوبي پولو کې سوله وي.»

روسیه، چې د افغانستان د هیروینو د قاچاق بهیر د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې ورمات دی، په افغانستان کې له کلونو راهیسي له ناټو سره د مخدرو موادو پرضد په مبارزه کې مرسته کوي، له ناټو ځواکونو سره یې په ګډه د هیروینو د جوړولو پر لابراتوارونو بمباري کړې او د مخدرو موادو ضد افغان ځواکونه یې روزلي دي.

پوتین وویل، روسیه به افغانستان ته پوځیان ونه لېږي چې د طالبانو پرضد په جګړه کې برخه واخلي.

ده په عین حال کې خپلو پوځیانو ته وویل:«زه پوهېږم ، که کومه پېښه کېږي او زموږ وسله والو ځواکونو او تاسو ته اړتیا پیدا شي، موږ به ورته تیار یو. خو دا زموږ، سیاستوالو دنده ده چې د دې ډول پېښو مخه مخکې تر مخکې ونیسو.»

روسیې په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیانو ته په اکمالاتو کې د خپلې خاورې له لارې مهم ترانزیتي رول لوبولی.

پر دې سربېره روسیې په ۲۰۱۱ کال د امریکا له دفاع وزارت سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې پراساس یې دا هیواد د ۳۶۷ ملیون ډالرو په ارزښت، چې امریکا پرې کړې، د افغانستان ملي اردو ته یو ویشت (Mi-17V5) ترانسپورتي او جنګي څرخکې ورکړې.

پوتین له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هیواد د امنیتي حالت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او د ناټو له غړیو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د خپلو ځواکونو تر ایستلو مخکې د هغو ژمنو، چې دوی کړي دي، یوه منطقي نتیجه واخلي.



ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement