پوسټ کوډ 175806
نیټه خپرول: جمعه 13 زمری 139117:47

په ننګرهار کې چاودنې د يوه ملا امام په ګډون ١٢ تنه ټپيان کړل

د ننګرهار امنیتې چارواکي وایي چې د دې ولایت په چپرهار ولسوالې کي نن له غرمې وروسته په یوه جومات کې چاودنه شوې او یو زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنیه قومندانې سر چینې وایي چې په دې پېښه کې د جومات د ملا امام په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

خو د عامې روغتیا ریاست ریس باز محمد شیرزاد بیا ازادۍ راډیو ته وویل چې دوی ته له پېښې څخه ۲۱ تنه ټپیان راوړل شوي دي.

بلخوا له سيمې څخه يو شمير عيني شاهدانو وويل چې په جومات کې د شوې چاودنې تلفات له دې ډیر دي.د دې چاودنې مسولیت چا نه دى منلى.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement