پوسټ کوډ ۱۷۵۷۶۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۳:۴۱

د نورستان په برګمټال کې وسله والو ۳

د نورستان دولتي چارواکي وايي، چې د برګمټال ولسوالۍ او د مرکز پارون ترمنځ په غرنۍ لاره کې وسله والو کسانو درې تنه وژلي او دوه نور یې نیولي.

دولتي چارواکي زیاتوي، چې دغه پنځه کسان د برګیمټال ولسوالۍ اوسیدونکي وو؛ چې له مرکز پارون څخه د راګرځیدو په مهال له دې پيښې سره مخ شول.

د نورستان امني قومندان سمونوال غلام الله نورستاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″پرون مازیګر یو شمیر کسان د تذکرو، پاسپورټ اخستلو او د حج د پیسو د داخلولو لپاره پارون ته راغلي وو. پنځه تنه بېرته برګمټال ولسوالۍ ته روان وو. د پچیګرام په سیمه کي وسله والو کسانو سره مخامخ شوي؛ چې درې تنه يې ترې ځای پرځای شهیدان کړي او دوه تنه يې ځان سره ژوندي بولي دي.″


تراوسه وسله والو طالبان د دې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement