پوسټ کوډ ۱۷۵۵۶۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۷ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۶:۱۰

خـــــــــبرونه » سیمه او نړۍ د پاکستان سترې محکمې نوي صدراعظم ته هم خبرداری ورکړ

تاند - د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد له نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف څخه د سویس چارواکو ته د لیک د نه استولو په خاطر توضیح وغوښته.

د دې قضیې پر سر د پاکستان سترې محکمې د پاکستان مخکینی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني محکمې ته احضار او وروسته د محکمې د حکم د نه اجرا کولو په خاطر د محکمې د سپاږي په تور سلب صلاحیت کړ.

د پاکستان دولتي تلویزیون د پاکستان د سترې محکمې د پنځه کسیزې ډلې د مشر قضاوتپوه ناصرالملک له قوله وویل چې د محکمې پر فیصلې د (ښاغلي اشرف) حکومت له لوري اجراات نه کېږي.

سترې محکمې وویل چې دا قضیه د بیا غور لپاره د جولای تر یوولسمې پوري ځنډوي.

د پاکستان ستره محکمه له صدراعظمه غواړي چې د بېنظیر بوټو د حکومت په مهال د سویس په بانکونو کې د زرداري د ټولو شویو پیسو په اړه د دغه هیواد له چارواکو مالومات واخلي. د پاکستان مخکیني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني م

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement