پوسټ کوډ ۱۷۵۴۱۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۴:۱۱

یوه فرانسوۍ قاضي په افغانستان کې د اداري فساد په مخنیوي کې د نړېوالو مشري وکړي

یوې فرانسوۍ قاضي او د دغه هېواد د جمهوري ریاست لپاره پخوانۍ کاندیدې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ؛ چې په افغانستان کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د هلوځلو مشري کوي.

۶۸ کلنې ″ایوا جولي″ وویل چې هغه او دوه نور نړیوال کارپوهان به په افغانستان کې داداری فساد د مخنیوی لپاره هلې ځلې کوي.

په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته د ملیارډو ډالرو بهرنۍ پانګې په راتلو سره په دغه هیواد کې اداري فساد هم پراخ شوی دی.

قاضي ایوا جولي په یوی خبري غونډې کې وویل، چې ″موږ به مشورې ورکوو او د داسې ادارو د جوړولو د کار پرمختګ به څارو چې له اداري فساد سره مبارزه کولای شي.″

هغې وویل، چې لومړی ماموریت یې د راتلونکي میاشتې له اومې ترشلمې دوام کوي.

قاضي ایوا جولي په نولس سوه نوي کلونو کې وروسته له دې مشهوره شوه؛ چې هغه مهال یې د څو ل ویو فرانسوي چارواکو او بانکونو د اداري فساد قضیې سختې تعقیب کړې.

سرچنیه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement