پوسټ کوډ ۱۷۵۳۷۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۴:۱۹

د خوست په ځاځي میدان باندې د پاکستان له خاورې راکیټي بریدونه کیږي

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، چې له یوې اونۍ راهیسې د ځاځې میدان ولسوالۍ په سرحدي سیمو باندې د راکټې حملو له امله دوه سوه کورنۍ د خپلو کورنو پريښودو ته اړی شوي دي.

د خوست دولایتې شورا مرستیال جان میر ځاځي ازادي راډيو ته وویل؛ دغه حملې چې د پاکستان له خاورې د وسله والو طالبانو له خوا کیږي، په سیمه کې یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولي.

بل خوا د ځاځې ولسوال محمد اکبر ځدراڼ بیا کډوالو شویو کورنیو ته د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړي.

نوموړی همدا راز ویلي، چې باید د ځاځې میدان په سرحدی سیمو کې د پولیسو پوستې زیاتې شي؛ ترڅو د دې ډول بریدونو مخه ونیول شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement