پوسټ کوډ 175309
نیټه خپرول: سه شنبه 30 غبرګولی 139112:26

امریکا به له افغانستان سره د نشه يي توکو پر ضد د هلوځلو لپاره مرسته وکړي

په کابل کې د امريکا سفارت وايي، متحدو ايالتونو او افغانستان په وروستيو کې يوه موافقه لاسليک کړې، چې پراساس يې دا هېواد له افغانستان سره د مخدرو موادو پرضد د هلوځلو لپاره دېرش مليون ډالره مرسته کوي.

د امريکا د سفارت له يوې خبرپاڼې سره سم، دا موافقه د قانون د حاکميت د ادارې د سرپرست او د افغانستان د ماليې او له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزيرانو ترمنځ لاسليک شوې ده.

امريکا په داسي حال کې له افغانستان سره د مخدرو موادو د مخنيوي لپاره دا مرسته وکړه چې د يوه تازه راپور له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېرو څلورو کلونو په پرتله په سلو کې څلوېښت کم شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement