پوسټ کوډ ۱۷۵۲۱۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۲ غبرګولی ۱۳۹۱ ۰۸:۵۶

کندز: په یوې چاودنه کې د ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي

د کندز چارواکي وایي، چې پرون د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه ووژل شول.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي ازادي راډیوته وویل؛ چې دغه چادونه پرون له غرمې وروسته په هغه کور کې وشوه؛ چې د دولت مخالفانو په کې ماینونه جوړول.

هغه وویل، د ماین په چاودنه کې یوماشوم او دوه تنه په خپله ماین جوړونکي ووژل شول.

د امام صاحب ولسوال وویل، له پیښې وروسته له دغه کوره یوشمېر ماینونه ترلاسه شوي او د کورخاوند هم له وسله والو مخالفانو سره په تړاو نیول شوی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement