پوسټ کوډ ۱۷۵۲۰۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۱ ۰۹:۴۸

د فوټبال په بېګاني لوبو کې انګلستان او فرانسه مساوي او اکراین سویډن ته ماته ورکړه

د اروپا د فوټبال د ۲۰۱۲ کال په اتلوليو کې تېره شپه د انګلستان او فرانسې ټيمونه يو پر يو مساوي شول.

په دې سيالۍ کې لومړي ګول د انګليستان لوبغاړي ″جوليوت ليسکاټ″ د لوبې په دېرشمه دقيقه وواهه. خو نژدې نهه دقيقې وروسته د فرانسې ″سمير ناصري″ لوبه مساوي کړه.

دواړو ټيمونو د لوبې تر پايه ونه کړاي شول چې نتيجه بدله کړي.

انګليستان او فرانسه د اروپايي اتلوليو په ډي ګروپ کې دي.

د دې سياليو په دوهمه لوبه کې د کوربه هيواد اوکراين لوبډله له سويډن سره مخامخ شوه.

د مسابقې په لومړۍ نيمايي کې هيڅ ټيم ونه توانېده چې ګول ووهي خو په دوهمه نيمايي کې اوکرايني لوبغاړي په ښه روحيه ميدان ته راووتل او په هماغه لومړيو شېبو کې يې پر له پسې دوه ګولونه ووهل.

اوکراين د ″ډي″ ګروپ تر ټولو کمزوری ټيم انګېرل کېده خو اوس د دې ګروپ د جدول په سر کې دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement