پوسټ کوډ ۱۷۵۱۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲ چنګاښ ۱۳۹۳ ۱۷:۲۶

امریکا په تېرو ۴ کلونو کې یې ۵ زره افغان قا

د امريکا متحده ايالتونو ن??واله پراختيايي اداره وايي، په ت?رو ?لورو کلونو ک? ي? پن?ه زره افغان قاضايانو ته په ب?لاب?لو برخو ک? زده ک?? ورک?ي.

د امریکا متحده ایالتونو نړېواله پراختیايي اداره وايي، په تېرو څلورو کلونو کې یې پنځه زره افغان قاضایانو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکړي.
د دې ادارې مرستیال جیمزهوپ د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې قاضیان د قانون د حاکمیت په برخه کې روزلي دي:
″په اوس وخت کې ۵۰۰ نوي قاضیان د افغانستان په محاکمو کې کار کوي. په محاکمو کې د مسوولیتونو او مثبتو کارونو د زیاتیدو په برخه کې پرمخګتونه شوي دي.
اوس وخت هغوی له معلوماتي ټیکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستلو سره د قضايي دوسیو د تعقیب په خاطر کار کوي چې له امله یې په افغانستان کې د عدالت د ټينګښت سیسټم په چټکې سره پراخ شي.″
نوموړي وویل، چې د امریکا نړېواله پراختیايي اداره له ۲۰۱۰ کال راهیسي د افغانستان د سترې محکمې، عدلیې وزارت او لوړو زده کړو وزارت سره مرسته کوي چې په دغه هېواد کې عدلي سیستم پياوړی شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement