پوسټ کوډ ۱۷۴۹۱۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۶ غویی ۱۳۹۱ ۰۸:۱۶

د کوټې د شورا یو مهم غړی

تاند- د طالبانو د مشرتابه د شورا یوه مهم غړي معتصم اغا جان له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د طالبانو لوی اکثریت له سوله ییزې لارې د شخړې د اواري غوښتونکی دی خو یوازې یو کم شمېر سخت دریځي یې مخه نیسي.



معتصم اغا جان، چې د سولې لپاره د هلوځلو په لړ کې یو ځل نژدې و چې ووژل شي، وویل، «طالبان دوه ډوله دي. یوه ډله یې باور لري چې بهرنیان غواړي چې مسله حل شي خو بله ډله یې په دې باور نه لري، دوی فکر کوي چې بهرنیان یوازې او یوازې جګړه غواړي.»

معتصم آغا جان پر لوېدیځو هیوادونو، تېره بیا پر امریکا او بریتانیا نیوکه وکړه چې د یوې سیاسي ډلې په توګه یې طالبان په رسمیت ونه پېژندل او خپلې نورې ژمنې یې هم عملي نه کړې او په دې ټوګه د سخت دریځو د غښتلي کېدو او د ده په څېر د منځلارو د کمزورتیا سبب شول.

نوموړي زیاته کړه، طالبان درې مهمې غوښتنې لري چې لومړۍ له ګوانتانامو او بګرام زندانونو څخه د ټولو طالب بندیانو خوشې کول، دوهمه، د ملګروملتونو د بندیزونو له فهرست څخه د طالب مشرانو د نومونو اېستل او دریمه یې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل دي.

ده وویل، په قطر کې د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې چې امریکا له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو ژمنه عملي نکړه خو آغاجان معتصم ادعا کوي چې زرګونه بېګناه خلک او دیني عالمان لاهم په بګرام زندان کې د طالبانو په نوم بندیان دي.

نوموړي تایید کړه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شوی خو زیاته یې کړه چې دې دفتر ته د طالبانو د سیاسي دفتر رسمي حیثیت نه دی ورکړل شوی، بلکې د داسې یوه پټ مرکز په سترګه ورته کتل کېږي چې امریکایان نه له یوې سیاسي ډلې، بلکې له یوې وسله والې ډلې سره خبرې پکې کوي.

ده، چې د ټېلفون له لارې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره مرکه کوله، د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلارحماني پروژنه خپګان وښود، ویې ویل چې هغه یو هېوادپال انسان و. دی زیاتوي چې ده هم درې کاله مخکې له دې چې امریکایان طالبانو ته د سولې رسمي بلنه ورکړي هغه مهال چې دی د طالبانو د سیاسي کمیټې مشر و، د سولې د خبرو لپاره هڅې کولې. له دې وروسته په تېره اګست میاشت کې په کراچۍ ښار کې چې ده استوګنه پکې لرله د ده د وژنې ناکامه هڅه وشوه. د اسوشېتېدپریس په وینا نوموړی لاهم د طالبانو د مشرتابه شورا، یعنې د کوټې د شورا غړی دی.

معتصم آغاجان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې پر بدن یې ګڼې مرمۍ لګېدلې وې او څو اونۍ په روغتون کې بستر و. دی وايي، په لومړیو ورځو کې حتی امېد نه و، چې ژوندی به پاتې شي.

معتصم اغا جان اوس په ترکیه کې تر تداوۍ لاندې دی او اسوشیتید پریس خبري اژانس هم په ترکیه کې ورسره ږغېدلی دی.

دی په کراچۍ ښار کې پرځان بریدکوونکي خپل وروڼه او همکاران بولي او وايي، دوی به ښايي هغه سخت دریځي طالبان ول، چې د ده منځلاری دریځ یې نه و، خوښ، او زیاتوي، د ده غوښتنه داسې یو پراخ بنسټه حکومت دی چې ټول سیاسي ګوندونه پکې شامل وي، خو د ده په وینا ښايي په افغانستان او پاکستان کې به ځینې سخت دریځي وو، چې نه غواړي دا غږ واوري نو ځکه یې حمله پرې وکړه. آغاجان معتصم زیاتوي چې ښايي یوشمېر وسله وال به له افغانستانه او یوشمېر به له شمالي وزیرستانه د ده د وژنې لپاره کراچۍ ته استول شوي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement