پوسټ کوډ 174870
نیټه خپرول: سه شنبه 1 وری 139112:12

ننګرهار: د جلال اباد ښار په میا اسلم

په جلال اباد کې یو اتلس کلن ځوان ځان په خپله وواژه.

د سې شنبې په ورځ ترغرمې مخکې په جلال اباد ښارمیا اسلم پلازه کې یو تن ځوان چې اصلا د ننګرهارولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ د مرکیخیلو سیمې اوسیدونکی دی، دځان په ځوړندولو خپل ځان په خپله وواژه.

دا لومړی ځل دی، چې په ننګرهارولایت کې دغه ډول پیښه لیدل کیږي. تراوسه معلومه نه ده، چې نوموړي ځوان شخصي مشکلات لرل او که بله مساله ده.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي پیښه تایید کړه او ویې ویل، دغه کس د خپل ځان ترځوړندولو دمخه خپله کوټه په ځان پسې بنده کړې وه او داسې اندیښنه نه شته چې پیښه به مستقیماً دبل چا له خوا شوي وي، خو په غیرمستقیمه توګه د پیښې په عواملو امنیتي مسوولین کار کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement