پوسټ کوډ ۱۷۴۷۶۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ وری ۱۳۹۱ ۲۲:۵۷

ملګري ملتونه په افغانستان کې خپل ماموریت غځوي

د ملګرو ملتونو امنیت شوری د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د دې سازمان د دوام داره حضور ملاتړ وکړ.

ټاکل شوې چې امنیت شوری به د مارچ په ۲۲ مه (د پنجشنبې په ورځ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت نوی کړي.

د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو خاص استازي ″یان کوبیش″ امنیت شوری ته وویل، په افغانستان کې د ملي پروګرامونو د عملي کولو لپاره د پیسو د برابرولو، د انتخباتې سیستم د ښه کولو او د قانون د حاکمیت په ګډون، زیاتې ستونزې او آزمیښتونه موجود دي.

کوبیش دغه راز خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د قران کریم د نسخو له سوځیدو او د شپاړسو ملیکانو له وژنې وروسته په نړیوالو ځواکونو باندي حملې به، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پراخې ژمنې او له دي هیواد سره مرستو ته زیان ورسوي.

کوبیش د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته وویل، په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو وژنه چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې پر مخ وړي، د منلو وړ نده.

کوبیش خبریالانو ته وویل، هیله من دی چې د یادو پیښو غبرګون او اغیز به موقتې وې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دائیمي استازي ظاهر طنین امنیت شوری ته وویل، د یوه امریکایي عسکر له خوا په کندهار کې د ملیکانو وروستۍ وژنې او د قرآن کریم د نسخوسوځول ممکن زمونږ باور او همکارۍ ته زیان ورسوي او د افغانانو ژور خپګان ، قهر او غوسه یې را پارولې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement