پوسټ کوډ ۱۷۴۵۳۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۵ کب ۱۳۹۰ ۱۲:۴۳

د افغانستان لوی درستیز لوېدیځوالو ته خبرداری ورکړ

تاند - د افغانستان د وسله وال ځواک لوی درستیز وايي چې په بګرام کې د قرآنکریم سوځېدو د طالبانو له هلوځلو سره مرسته وکړه او که د لوېدیځو ځواکونو له خوا بیا داسي پېښه (غفلت) تکرار شي، مصیبتونه به رامنځته کړي.

په بګرام هوايي اډه کې د امریکايي پوځیانو له لوري د یوشمېر قرآنکریمونو او نورو دیني کتابونو سوځېدا، چې امریکايي چارواکي یې غیر قصدي بولي، په افغانستان کې خلک سخت وپارول. د ځینو راپورونو له مخې دې مسلې حتي ډېر داسي افغانان، چې له طالبانو سره یې هیڅ راز خواخوږي نه لرله، هم د لوېدیځوالو پرضد پاڅون ته تیار کړل.

د افغانستان د وسله والو قواوو لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي رویټرز خبري اژانس ته وویل:«دښمن(طالبان) به دا مسله لویه کړي او په داسي ډول به ترې استفاده وکړي چې هر څوک وپاروي. دوی له دې پېښې ګټه واخیسته. بیا به یې هم واخلي.»

جنرال کریمي د افغانستان د خلکو د دیني او کلتوري عقایدو او حساسیتونو په پېژندلو کې د ناټو پر پاتې راتلو خواشیني څرګنده کړه.

ده، چې له رویټرز خبري اژانس سره د افغانستان د دفاع وزارت په ودانۍ کې مرکه کوله، وویل:« هغه دوستان چې دلته راغلي څو زموږ سره مرسته وکړي، هغسي (مرسته) نه کوي چې موږ ترې غوښتې ده.»

کریمي زیاته کړه، دی په بګرام کې د قرآنکریمونو پر سوځېدو ډېر اندېښمن دی. خدای دې نه کړي که دا ډول تېروتنه تکرار شوه، بل ځل به خورا زیات کړاوونه جوړ شي.

د قرآنکریمونو سوځېدو د لوېدیځوالو هغو هلوځلو ته هم سخت زیان واړاوه چې غواړي د افغانانو زړونه خپل کړي او په دې توګه طالبان کمزوري کړي.

امریکايي تحقیقاتي پلاوي د بګرام د پېښې په تړاو پنځه امریکایان مسووله بللي خو د افغانستان د علماوو شورا یوه جګپوړي غړي ویلي چې باید مسوول امریکایان د افغانانو له لوري په ښکاره ډول محاکمه شي.

خو جنرال کریمي وویل چې توقع نه لري چې امریکا به مسوول کسان د افغانستان دولت ته وسپاري. مګر ده د هغوی د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه او پر امریکايي پوځي چارواکو یې ږغ وکړ چې دا مسله یقیني کړي چې بیا به هیڅکله داسي کار نه کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement