پوسټ کوډ ۱۷۴۴۶۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ کب ۱۳۹۰ ۱۹:۵۷

د هرات- کندهار پر لویه لار یو ترکي انجنیر لا درکه شوی

د هرات والي تایید کړه، چې د هرات- کندهار پر لویه لار یو ترکي انجنیر له خپل افغان موټر چلوونکي سره لا درکه شوی دی.

داود شاه صبا نن خبریالانو ته وویل، چې دغه کسان تیره ورځ لا درکه شوي.

بل خوا د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پولیسو یوه افسر ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کسان د یوه ترکي ساختماني شرکت کارکوونکي دي چې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر لویه لار نامعلومو کسانو تښتولي دي.

نوموړي د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل، چې تښتول شوی انجنیر مصطفی الکان او افغان موټر چلوونکی یي عبدالشکور نومیږي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement