پوسټ کوډ ۱۷۴۳۲۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ سلواغه ۱۳۹۰ ۱۲:۵۴

په پکتیا کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ تنه طالب وسله وژل شوي

افغان چارواکو پرون وويل چې په پکتيکا ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د يوه قومندان په شمول لږترلږه شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وويل، چې په دې نښته کې، چې د دوشنبې په شپه وشوه، دوه افغان پوليس ژوبل شول.

د کورنيو چارو وزارت له يوې خبرپاڼې سره سم، نښته هغه مهال پيل شوه چې طالبانو د ابند ولسوالۍ په غازي خېل سيمه کې د پوليسو پر يوه ټولي بريد وکړ.

د کورنيو چارو وزارت په وينا پوليسو له طالبانو څخه دوه موټرونه، يوه درنه وسله او نهه سوه مرمۍ ونيولې.

د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement