پوسټ کوډ ۱۷۴۳۰۴
نیټه خپرول: شنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۰ ۱۰:۰۳

له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر کرزي لانجمنه غونډه

تاند - د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې افشا کړه چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې د ورځې کتنه او خبرې ترینګلې او ترخې وې.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو د ساتنې او ملاتړ پر سر پر پاکستان د کرزي د انتقاد ژبه دومره تونده وه چې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د خپل حکومت د نورو چارواکو او کرزي په خبرو کې مداخله وکړه غونډه یې، چې د دواړو خواوو د پلاوو ټول غړي پکې حاضر ول، پای ته رسېدلې اعلان کړه.

د افغانستان ولسمشر له څو کلونو راهیسي له پاکستانه غواړي چې د ملاعمر په شمول د طالبانو د شورا غړي خبرو ته راولي.

د پنجشنبې په ورځ هم ولسمشر کرزي له پاکستاني چارواکو سره په خپله اصلي غونډه کې، چې د پاکستان له لوري د صدراعظم ګیلاني ترڅنګ، د پوځ او استخباراتو مشران، د بهرنیو چارو وزیره او ګڼ نور وزیران او ريیسان حاضر ول، د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ته مخ واړاوه، او پوښتنه یې وکړه:«ایا ته به ومنې چې په پاکستان کې نجونې ښوونځیو او پوهنتون ته له تلو منع شي؟» طالبانو، چې افغانستان کې واکمن ول، نجونې یې له زده کړې منع کړې او ښځې یې له کار کولو راوګرځولې.

ګارډین وايي، په غونډه کې یوه حاضر کس ورته وویل، چې د افغانستان ولسمشر په ښکاره له پاکستانه وغوښتل چې طالبان خبرو ته حاضر کړي. پاکستانیان د کرزي په دې خبرې وبڼېدل.

د ځینو نورو راپورونو له مخې، چې تاند ترلاسه کړي د دواړو خواوو خبرې تر دې حده توندې شوې چې کرزی له غونډې ووت او غوښتل یې چې له پاکستانه ووځي خو صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ترې هیله وکړه چې پاتې شي او د جمعې د ورځې په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.

په اسلام اباد کې دوو نورو سرچینو تاند ته وویل چې له کیلاني سره د کرزي په غونډه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو ځینو ټیټ رتبه مامورینو هم برخه لرله او کله چې کرزي له پاکستانه وغوښتل چې ملا عمر او نور د خبرو لپاره ورته حاضر کړي هغوی انتقادونه وکړل، په دې وخت کې کرزي وویل چې دی د افغانستان ولسمشر دی او یوازې د پاکستان له مشرانو سره خبرې کوي نه له هر هغه چار سره چې د ده د سویې نه وي.



د کرزي او پاکستاني چارواکو د پنجشنبې د ورځې د حبرو په اړه د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیوچارووزیرهې حنا رباني کهر وویل چې په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو خبرې توندې او سختې وې.

دې د کرزي غوښتنو ته په اشارې وویل چې د افغانستان لوری باید داسې غوښتنې ونکړي چې له حقیقت سره سمون نه خوري.

پاکستان ته د افغان ولسمشر تر تلو مخکې افغان چارواکو ویلی و چې ښاغلی کرزی به پر پاکستان فشار راوړي چې د کوټې د شورا له غړیو او نورو طالب مشرانو سره د تماس امکان ورته برابر کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې حنارباني کهر وویل، که دافغانستان غوښتنه د طالبانو د مشر ملامحمدعمر سپارل وي، بیا نو ښکاري چې حقایق سم نه دي انګېرل شوي او دا ډول غوښتنې نه یوازې دا چې معقولې نه دي بلکې حتی خندوونکې هم دي.



د پاکستان د بهرنیوچارووزیرې څو ورځې مخکې کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي و چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ ګڼ ناوړه تفاهمونه له مینځه تللي. دې همداراز ژمنه کړې وه چې که افغانستان وغواړي نو پاکستان به افغان طالبان د سولې په بهیر کې ګډون ته وهڅوي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement