پوسټ کوډ ۱۷۳۹۵۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۷:۳۷

د امریکا پوځ به له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري

تاند - امریکايي جنرالان او چارواکي د افغانستان لپاره په دې هیله پر یوې نوې ستراتیژۍ کار کوي چې پراساس به یې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د امریکايي پوځیانو او پیسو ژمنې وشي.

پر ستراتیژۍ بیا کتنه روانه ده او ګومان کېږي چې د راتلونکي میلادي کال تر مې میاشتې وړاندې به د ناټو تړون د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې تیاره شي.په دې ستراتیژۍ کې به د امریکا د ملي امنیت د مشرانو اصلي تمرکز په دې وي چې په مستقبل کې له افغانستان سره مالي او سیاسي ژمنې وکړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان الن پرون/شنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل:«له ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکايي پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.دا کار د پرمختګ په حال کې دی.موږ به د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغانستان ته شا وانړوو.»

جنرال جان الن او په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر د امریکا په سفارت کې وویل چې په افغانستان کې د اوږدمهال حضور په اړه غور کېږي. د نومبر د میاشتې دودیزې لویې جرګې تایید کړه چې افغان مشران له ۲۰۱۴ وروسته هم له لوېدیځ سره اوږدمهالې اړیکې غواړي او دا په داسي حال کې ده چې د بون په دوهم کنفرانس کې هم له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره پر مرستو ټینګار وشو.

جان الن وویل:«څه چې موږ نه غواړو هغه دا دي چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۳۱ مه د تاریخ پای واوسي. دغسي نه ده.حقیقت دا دی چې دا د افغانستان لپاره د تاریخ پیلامه ده.»

الن په عین حال کې وویل په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور څرنګوالی به تر ډېره له افغانستان سره د امریکا په روانو ستراتیژیکو خبرو کې څرګند شي. خو ده اټکل وکړ چې امریکايي پوځیان به په جګړه کې د افغان ځواکونو ترڅنګ د ګډون پر ځای هغوی ته نور مشورې ورکوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement