پوسټ کوډ ۱۷۳۸۶۲
نیټه خپرول: جمعه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۱:۱۸

د اروپايي اتحادیې استازی له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کوي

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې خاص استازي وویل چې اروپا هغه تېروتنه نه شي تکرارولی چې په نوي یمې لسیزه کې یې کړې وه.له همدې کبله اروپايي اتحادیه له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د اوږدمهالو همکاریو پلان لري.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي وویل، سره له دې چې اروپا له ډېرو مالي او اقتصادي فشارونو سره لاس وګرېوان ده د دې اتحادیې غړي هیوادونه به له افغانستان سره کړې ژمنې پوره کړي.

د اروپايي اتحادیې استازو وویل چې دا اتحادیه له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه له افغانستانه وځي، هڅه کوي چې له دې هیواد سره د اوږدمهالو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي ویګاوداس اوساکاس د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل:«د اروپايي اتحادیې تړون به تر ټولو جامع او هراړخیز تړون وي چې تر اوسه پوري افغانستان له کوم هیواد سره نه دی لاسلیک کړی.»

ده زیاته کړه: په دې تړون کې به لشري حقونه، له مخدرو موادو او تروریزم سره ګډه مبارزه، او د سوداګرۍ مسله شامله وي.

اوساکاس وویل: «دا به په دواړو خواوو کې د بهرنیو پانګونو لازم الاجرا قانوني مقررات رامنځته کړي.»

اروپايي اتحادیه په اوس وخت کې له ۲۰۱۴ څخه وروسته د افغانستان د ملاتړ لپاره د یوه رول په لټه کې ده.

دوې اوونۍ دمخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دودیزې لویې جرګې ته وویل چې اروپايي اتحادیه هم له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو په لټه کې ده.

د دودیزې لویې جرګې غړیو په یو لړ شرطونو د امریکا له متحدو ایالتونو سره د لسو کلونو په مخه د تړون له لاسلیکولو سره موافقه وکړه.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي ښاغلي اوساکاس وویل چې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې د ورځې/دسمبر۵/ د بون کنفرانس به «بریاوې تایید کړي، ستونزې او چلینجونه به په ګوته کړي او د دواړو خواوو – نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت له لوري د باوري دوه اړخیزو ژمنو زمینه برابره کړي.»

ده همداراز وویل:« موږ په هدفونو کې یووالی لرو، زموږ هدفونه سره شریک دي او موږ به له ۲۰۱۴ وروسته، چې نړیوال حربي ځواکونه له افغانستانه ووځي، سره یوځای پاتې شو.»

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي دا هم وویل:« موږ پوهېږو چې افغانستان اوس د نړۍ یو تر ټولو بېوزله هیواد دی او تر ۲۰۱۴ وروسته به هم بېوزله وي، نو زموږ هلې ځلې باید د اوږدې مودې لپاره وي.»



د اوساکاس په وینا د افغانستان د پرمختګ لپاره هرراز مرسته، د مرستندویو هیوادونو ملاتړ او اساسي اصلاحات وخت غواړي.



حاضردمه له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې او د دې اتحادیې د غړیو هیوادونو مرسته نژدې یو ملیارد یورو ته رسېږي او ښاغلی اوساکاس هیله لري چې اروپایان به له افغانستان سره په همدې اندازه مرستې ته دوام ورکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement