پوسټ کوډ 173854
نیټه خپرول: شنبه 12 لیندۍ 139019:13

پاکستان د خپلو پوځیانو د وژلو په تحقیقاتو کې ګډون نه کوي

تاند - پاکستان د افغانستان په پوله کې د ناټو ځواکونو له لوري د ۲۴ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو په تحقیقاتو کې ګډون نه کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې مقامات وايي چې ښايي د تحقیقاتو په نتیجه کې د پاکستان پوځ ملامت شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یا پینتاګون مطبوعاتي رييس جورج لیټل د جمعې په ورځ په پینتاګون کې خبریالانو ته وویل:امریکا له پاکستانه غوښتي چې په تحقیقاتو کې برخه واخلي، خو پاکستان تراوسه پوري نه دی حاضر شوی.

پاکستان پر دې سربېره د تېرې اوونۍ د شنبې د شپې د حملې په اعتراض کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لار بنده کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکثره تېل او نور اړتیا وړ شیان د سمندر له لارې د پاکستان د کراچۍ بندر او له هغه ځایه د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته وړل کېږي.



د پاکستان له دې ډول عکس العملونو سره سره د امریکا پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان استازي لا هم په پوله کې د افغانستان، ناټو او پاکستان د هماهنګۍ په ګډ مرکز کې کار ته دوام ورکړی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې تر اوسه پوري امریکا په افغانستان کې کافي مواد او وسایل لري او له بلې خوا توانېدلې چې افغانستان ته د ازبکستان په شمول له نورو لارو اکمالات وکړي.



د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستاني پوځیانو پر وژل کېدو خواشیني څرګندوي خو په زغرده ترې بخښنه نه غواړي، وویل:«دا یوه پوځي نښته وه چې پوځیان له پولې واوښتل او د ډزو په نتیجه کې یې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول، نه بې ګناه کلیوال.»

ده په عین حال کې وویل چې لا وختی دی د دې کسانو د وژلو په خاطر څوک ملامت کړای شي ځکه چې تحقیقات لا بشپړ شوي نه دي.

نورو پوځي مقاماتو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، کله چې د پاکستان پوځ پر افغان او امریکايي پوځیانو ډزې وکړې، دوی له پاکستاني پوځیانو سره تماس ونیوه چې ایا دا ډزې اشتباهي دي او که د بل چا له لوري کېږي خو دوی ورته وویل چې د ډزو په ځای کې څوک نشته.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement