پوسټ کوډ ۱۷۳۸۲۱
نیټه خپرول: شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۰:۲۶

فغانستان او هندوستان د جنوبي اسیا په پایلوبه کې مخامخ کېږي

د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون په سیالیو کې افغانستان او هندوستان پایلوبې ته ووتل.افغانستان نیپال او هند مالدیپ ته ماته ورکړه.

افغانستان او هند تر دې مخکې په خپل الف ګروپ کې سره مخامخ شوي ول خو دواړه ټیمونه یو پر یو مساوي شوي وو.په دې توپیر چې افغان لوبډله په خپل ګروپ کې د لومړي ټیم په توکه نیمه پایلوبې ته ووتله او هند د دوهمې لوبډلې په توګه .

پرون/جمعه/ د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د نیپال له ټیم سره په یوه سخته مسابقه کې مخامخ شو. که څه هم افغان لوبغاړو د ګول وهلو څوچانسونه له لاسه کړل خو په ټاکل شویو ۹۰ دقیقو کې هیڅ ټیم ونه توانېده چې مقابل لوری مات کړي.

د نوي (۹۰) دقیقو په پای کې دواړو ټیمونو ته دېرش دقیقې اضافي وخت ورکړای شو. په اضافي وخت کې افغان لوبغاړو سیال ټیم ته یو ګول ورکړ او تر پایه یې نتیجه له دې سره سره وساتله چې د نیپال یو لوبغاړی د یوه خطرناک فول په خاطر سور کارت ترلاسه کړ او له لوبې وایستل شو.که نیپالي لوبغاړي فول نه وای کړی افغان لوبغاړي په غالب ګومان دوهم ګول واهه.

خو هند خپل سیال ټیم (مالدیپ) په ډېر تفاوت مات کړ. هندي لوبغاړو مالدیپ ته درې ګولونه ورکړل خو د مالدیپ لوبغاړو یوازې یو ګول ووهلی شو.په دې توګه هند د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون په سیالیو کې د شپږم ځل لپاره پایلوبې ته ووت.

سره له دې چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د دې ټورنمنټ پایلوبې او حتي نیمه پایلوبې ته وتلی، دې ټیم په تېرو کلونو کې دوه ځلي په نیپال بایللې وه. په ۲۰۰۹ کې نیپال افغانستان ۳ پر صفر مات کړی و او د سږکال په اپریل کې یې له افغانستانه یو پر صفر ګټلې وه. خو افغان فوټبالران دا ځل تر تېرو ځلونو منظمه او حرفوي لوبه کوي له همدې کبله ډېره هیله شته چې هند به هم په پایلوبه کې مات کړي او د لومړي ځل لپاره به د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې یوه مهمه اتلولي د افغانانو په برخه کړي.

پرون نیپال ته د افغانستان تر ټولو ټکړه ګول وهونکي بلال ارزو ګول ورکړ. د ارزو دې ګول پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغانستان ارزوګانې په حقیقت بدلې کړې.

د افغانستان او نیپال ترمنځ د مسابقې په مهال زیاته لړه وه، تر دې حده چې ژورنالیستانو او کامره مینانو لوبه سمه نه شوای کتلی.

د جمعې ورځ د افغانانو په تېره بیا د سپورت د مینه والو لپاره دوه زیري لرل، له یوې خوا د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په خپل تاریخ کې په یوه تورنمنټ کې پایلوبې ته ورسېد او له بلې خوا د افغانستان د کرکټ ټیم نیپال ته داسي ماته ورکړه چې د کرکټ په لوبو کې کمه سابقه لري.

داسي هم ویلی شو چې د جمعې ورځ د نیپال لپاره د افغانستان له لوري تر ټولو بده ورځ وه ځکه چې هم یې په کرکټ کې بده ماته وخوړه او هم یې فوټبال بایلود.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement