پوسټ کوډ ۱۷۳۷۴۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۲:۱۲

اروپايي کمیسون له افغان وچکالي ځپلو سره مرسته وکړه

تاند - د اروپايي اتحادیې کمیسون چارواکو پرون/ د دوشنبې په ورځ/ د افغانستان د شمالي ولایتونو له وچکالي ځپلو سره د یونیم ملیون یورو په ارزښت د خوراکي موادو مرستې ژمنه وکړه.

اروپايي کمیسون به په افغانستان کې د غیرحکومتي موسسو په وسیله له وچکالي ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.

د دې کمیسون په وینا د اروپايي اتحادیې دا یو نیم ملیون یورو به، چې شاوخوا دوه ملیون ډالره کېږي، محتاجو خلکو ته یا نغدې ورکړای شي او یا به د کار په مقابل کې خوراکي مواد ورکړي.

د اکسفام او سیف د چلدرین په شمول نهو خیریه موسسو د جمعې وویل، د سږکال په لومړیو کې د ورښتونو کموالي د افغانستان په شمال، لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې د غنمو اتیا فیصده کروندې وچې کړي او په نتیجه کې یې کروندګرو ته لږه غله په لاس ورغلې ده.

دا په داسي حال کې ده چې د غلې بیه د تېرکال په پرتله تقریباً دوه برابره لوړه.

خیریه موسسو همداراز ویلي چې د ژمي له رارسېدو او په راتلونکو اوونیو کې د سختو واورو له اورېدو سره دا خطر هم مخ په زیاتېدو دی چې لارې بندې شي، راشي یا برف کوچونه راشي او د مرستو د رسېدو امکانات له منځه لاړ شي.

د افغانستان د ۱۴ وچکالۍ ځپلو ولایتونو لپاره ملګروملتو د ۱۴۲ ملیون ډالره مرستې غوښتنه کړې خو نړیوالو مرستندویانو تراوسه د دې پیسو یوازې اووه فیصده یې ورکړي دي.



د اروپاي اتحادیې دا یونیم ملیون یورو د دوه اویا زره وچکالي ځپلو افغانانو ستونزه حل کولی شي.



اروپايي اتحادیې تر دې مخکې هم د ملګروملتو د غوښتنې په ځواب کې درې ملیون ډالره مرسته کړې وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement