پوسټ کوډ ۱۷۳۴۶۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۰ ۱۳:۲۴

ناټو دوه سرتیري په دوو بېلابېلو پیښو کې وژل شوي

ناټو وایي، دوه سرتیري یې په تیرو څلورویشتو ساعتونو په افغانستان کې په دو جلا پېښو کې وژل شوي دي.

ناټو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې یوسرتیری یي پرون د افغانستان په جنوب کې په یوې وسله واله حملې او دوهم سرتیرې یې د یکشنبې د ورځې بم چاودنې په نتیجه وژل شوی دی.

ناټو په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو د بریتانیا د دفاع وزارت تایید کړې چې یو سرتیری یې پرون د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.

په دې سره په افغانستان کې په روانه میاشت کې بهرنیو ځواکونو ته د تلفاتو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد.

د روان کال راهیسې ټول ۴۳۱ بهرني سرتیري په دې هېواد کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement