پوسټ کوډ ۱۷۳۴۱۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۴ تله ۱۳۹۰ ۱۳:۰۳

تاجکستان کندوز ولایت ته د برېښنا صادرات ۶ برابره زیاتوي


تاجک چارواکي وايي چې د افغانستان کندوز ولایت ته د برېښنا صادرات شپږبرابره زیاتوي.

د اسیا پلس ورځپاڼې د راپور له مخې د تاجکستان د سنګ توده ۲ له برېښناکوټ څخه کندوز ولایت ته د برېښنا په لېږدولو ۲۷ ملیون ډالره لګښت شوی.دا پروژه د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته بشپړه شوې ده.


تاجکستان تمه لري چې افغانستان او پاکستان ته به د برېښنا د صادرولو له لارې زیات عواید ترلاسه کړي.
حاضردمه د سنګ تودې له برېښنا کوټ څخه افغانستان ته د ورځې ۶۰ میګاواټه برق صادرېدای شي خو د نوې سټېشن له فعالېدو سره به درې سوه میګاواټو ته زیات شي.

له دې برېښنا کوټ څخه به پلخمري ته هم برېښنا ولېږدول شي.

تاجکستان همداراز غواړي د برېښنا یو بل لاین، چې قدرت به یې ۱۱۰ کیلوواټه وي، افغانستان ته انتقال کړي.

د نویو پروژو له جوړولو سره سره تاجکستان لا هم د برېښنا له کمي سره مخامخ دی .د دغه هیواد د برېښنا د چارو د ريیس په وینا په ژمي به د تاجکستان په یوشمېر سیمو کې د شپې له یوولسو د سهار تر پنځو بجو پوري برېښنا پرچاو وي.

تاجک چارواکي وايي چې دوی پر کورونو برېښنا پرچاو کوي او پرځای یې فابریکو، روغتونونو او دولتي ادارو ته لومړیتوب ورکوي او دغه راز هڅه کوي چې زیاته برېښنا صادره کړي څو زیات اسعار لاس ته راوړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement