پوسټ کوډ ۱۷۳۲۵۳
نیټه خپرول:
سه شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۰
۱۰:۵۴
- 0 څرګندونه
- چاپ
په غزني کې د نړېوالو ځواکونو د خپل سري عملیاتو پرضد مظاهره وشوه

د غزني لسګونو اوسیدونکو پرون په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د خپل سره عملیاتو په اعتراض مظاهره وکړه.
د راپورونو له مخې نړیوالو ځواکونو تېره شپه د غزني په خوږیاڼو سیمه کې عملیات کړي، چې دوه کسه یې وژلي او پنځه یې له ځانه سره بوولي.
مظاهره کونکو د وژل شویو کسانو جسدونه د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته راوړي وو او ویل یې چې ملکي کسان دي.
یوشمېر مظاهره کوونکو ازادي راډیو ته وویل، سیمه ییزو چارواکو ورته ویلي، چې بهرنیانو دغه عملیات د دوی له مشورې پرته کړي.
بهرنیو ځواکونو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي