پوسټ کوډ ۱۷۲۹۶۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۰ ۰۸:۳۳

کرزي د اړیکو په پراختیا له قزاق ولسمشر سره خبرې وکړې

د افغانستان د ولسمشرۍ د ذفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان او قزاقستان ولسمشرانو د خپلو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر براختیا ټینګار وکړ.

دواړو ولسمشرانو وویل چې په خپل منځ کې د همکاریو د زیاتولو لپاره د اساسي اقداماتو اراده لري.

ښاغلی کرزی  تیره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته لاړ چې نن په دغه هیواد کې د شانګهای د اقتصادي همکاریو تړون د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

قزاقستان تېره میاشت پرېکړه کړې وه چې افغانستان ته به د منځنۍ اسیا د لومړني هیواد په توګه عسکر ولېږي چې د ناټو د ځواکونو ترڅنګ په روانو هلوځلو کې برخه واخلي خو د دغه هیواد د ولسي جرګې له تصویب سره سره مشرانو جرګې وروسته له دې دا پرېکړه رد کړه چې افغان طالبانو قزاقستان ته خبرداری ورکړ.

افغانستان تراوسه پوري نه د دغه تړون غړیتوب لري او نه هم د هند، پاکستان او ایران په شان د څارونکي حیثیت لري خو تېره میاشت یې له دې تړونه رسماً غوښتنه کړې وه چې د څارونکي په توګه یې ومني.

ولسمشر کرزی به د شانګهای تړون د سرمشریزې په څنګ کې د روسیې، ایران او یوشمېرز نورو هیوادونو له مشرانو سره هم وویني.

د روسي رسنیو د راپور له مخې د افغانستان ولسمشرحامد کرزی به د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان په مرکز استانې کې د روسیې له ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف سره وګوري.

د افغانستان د بنیادونو د احیا لپاره د ګډو پروژ اجرا او د افغانستان د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لارې چارې هغه موضوعات دي چې د افغانستان او روسیې ولسمشران به په قزاقستان کې د شانګهای تړون د غونډې په څنګ کې ورباندې وږغېږي.

د مېدوېدیف یوه جګپوړي سلاکار سرګی پیرخودوف په استانې کې د حامد کرزي او مېدوېدیف د کېدونکو خبرو په اړه وویل:د دوی ملاقات به ښه فرصت برابر کړي چې د دوه اړخیزو اړیکو د اوسني وضعیت په اړه د لېوالتیا اندازه ولګول شي.

پیرخودوف چې له خبریالانو سره ږغېده، یادونه وکړه چې ولسمشر کرزی د جنورۍ په میاشت کې مسکو ته ورغلی و او له روسیې سره یې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ موافقه لاسلیک کړې وه او همداراز د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ یو کمیسون جوړ شوی و.

د روسیې د ولسمشر سلاکار وویل، تمه کېږي چې د افغانستان او روسیې ولسمشران به د قزاقستان په کتنه کې د اقتصادي او تجارتي همکاریو په برخه کې د خپلو لومړیتوبونو په باب نظرونه څرګند کړي.

ده د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو زیاتېدو ته اشاره وکړه، ویې ویل:د روان ۲۰۱۱ کال په لومړیو درو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ تجارت شاوخوا شپېته فیصده ډېر شوی او یوسلو پنځوس ملیون ډالرو ته رسېدلی دی.


د تېرې میاشتې په وروستیو کې (ثور۲۴مه) د روسیې د باندنیو چارو وزیر ویلي و چې افغانستان له (ایس سي او) یا د شانګهای تړون له غړیو هیوادونو غوښتنه کړې چې په دې ټولنې کې دې د څارونکي په توګه ومنل شي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف خبریالانو ته ویلي و چې د افغانستان پرغوښتنلیک به د قزاقستان په استانې کې د شانګهای د همکارۍ تړون په سرمشریزه کې غور وشي.

د شانګهاى د همكاريو سازمان په دوه زره لومړي ع کال د روسيې، قزاقستان، ازبكستان، قرغزستان او چين په نوښت تاسیس شو.

اوس هند، پاكستان، ايران او منګولیا د دې تړون په غونډو کې د څارونکو او افغانستان د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون كوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement