پوسټ کوډ ۱۷۲۹۴۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۹ غبرګولی ۱۳۹۰ ۱۲:۳۳

په خوست کې پر امنیتي ځواکونه مخالفینو برید کړی

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې تیره شپه پر امنیتي ځواکونو وسله والو مخالفانوحمله کړې.

د تڼیو ولسوالۍ د امنیې قومندان ګل ظاهر وایي، چې په دې حمله کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دا حمله تلفات لري خو د خوست امنیتي چارواکي یې دا ادعا ردوي.

په یو بل خبر کې په کندهار کې د ملي اردو ځواکونه وایي، چې د ملي اردو ځواکونو په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو طالب او دوه نور مشکوک کسان له وسلو او یوه اندازه مهماتو سره نیولي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې څلور ویشت کیلوګرامه تریاک هم سوزولي دي.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement