پوسټ کوډ ۱۷۲۹۳۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ چنګاښ ۱۳۹۰ ۱۲:۱۲

هسپانیه او فرانسه هم له افغانستانه خپل سرتیري باسي

امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما له اعلان وروسته دوو نورو هېوادونو هم له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستنې اعلان وکړ.

فرانسه او هسپانیا دوه هغه هېوادونه دي چې له افغانستان څخه یې د خپلو سرتیرو د ایستنې لپاره امریکا ته ورته کړن لاره اعلان کړه .

د جمعې په ورځ د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي د اروپايي ټولنې د مشرانو د غونډې وروسته اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۱ کال تر پایه به څو سوه فرانسوي سرتیري له افغانستان څخه ووځي .

تر دې مخکې د سرکوزي دفتر ویلي وو، فرانسه هم د هماغه مهال ویش پر بنسټ چې د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو لپاره ټاکلی خپل پوځیان له دې هېواد څخه باسي .

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي وویل، چې په افغانستان کې د امنیتي پرمختګونو په اړه له ولسمشر بارک اوباما سره یو ډول نظر لري .

ولسمشر بارک اوباما په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو، چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته له القاعده سره تړلي وسلوال کمزوري شوي دي.

د جمعې په ورځ د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي په خپلو خبرو کې وویل، چې که چېرې په افغانستان کې د وضیعت په ښه کېدو کې ډیر پرمختګ وشي نو په راتلونکې کې به روښانه شي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د لودیځو ځواکونو د وتلو پریکړه پر ځای وه .

فرانسه په افغانستان کې د څلور زرو په شااو خوا کې سرتیري لري، چې ډیر یې په کاپیسا ولایت او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ځای پرځای دي.

د فرانسې د دې اعلان سره په یو وخت هسپانیې هم له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو وتنه تایید کړې ده .

د هسپانیې صدراعظم رودریګویس زاپاتیرو د جمعې په ورځ وویل، د ۲۰۱۲ م کال په لومړېو کې به یې له افغانستان څخه په سلو کې لس سرتیري ووځي .

په ۲۰۱۳ کال کې به له افغانستان څخه د ایستل کیدونکیو هسپانیوي سرتیرو شمیر په سلو کې څلویښت وي او په ۲۰۱۴ کال کې به ټول هسپانوي سرتيري له افغانستان څخه ووځي .

نوموړي په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، له افغانستان څخه به د سرتیرو وتنه د جنګ په وضیعت پورې تړلي وي خو دم ګړۍ پلان همدا دی .

په افغانستان کې دا مهال یونیم زر هسپانوي سرتیري میشت دي چې ډیر يې د بادغیس په ولایت کې پراته دي .

بریتانیې او جرمني هم له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو پخلی کړی او وايي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به یې له افغانستان څخه سرتیري ووځي . 

 سرچينه: ازادي راديو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement