پوسټ کوډ 172856
نیټه خپرول: سه شنبه 10 غبرګولی 139008:19

د کاناډا صدراعظم په کندهار کې له خپلو پوځیانو سره وکتل

د کانا?ا صدراعظم س??فن هارپر ‍پرون په داسي حال ک? نا?اپه افغانستان ته لا? چ? په د? هيواد ک? م?شت کانا?ايي پو?يان له نهه کلن جن?ي ماموريته وروسته خپل هيواد ته د ستن?دو لپاره تياري نيسي.

د کاناډا صدراعظم سټېفن هارپر ‍پرون په داسي حال کې ناڅاپه افغانستان ته لاړ چې په دې هیواد کې مېشت کاناډايي پوځیان له نهه کلن جنګي ماموریته وروسته خپل هیواد ته د ستنېدو لپاره تیاري نیسي.

لوېدیځ چارواکي عموماً په امنیتي ملحوظاتو افغانستان او اوس پاکستان ته د خپل سفر وخت نه اعلانوي.

د ښاغلي هارپر دفتر وویل:صدراعظم  ته د دې لپاره تللی چې له خپلو پوځیانو مننه وکړي او د امنیتي چارو د انتقال په باب څرګندونې ورته وکړي.

د صدراعظم هارپر ویندوی فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«هارپر د یو ورځني سفر په لړ کې له کاناډايي پوځیانو سره په خپله اډه کې، چې د کندهار په هوايي ډګر کې ده، ولیدل او د افغانستان د لوېدیځ د ځینو برخو په شمول یې عملیاتي اډې او لېرې پرتې پوستې په هیلي کوپتر کې ولیدې.

ټاکل شوې ده چې د کاناډا حربي ځواکونه په جولای(سرطان) کې خپل هیواد ته ستانه شي، خو د کاناډا حکومت په پام کې لري چې شاوخوا نهه نیم سوه پوځي روزونکي افغانستان ته ولېږي چې د دغه هیواد د ملي اردو ځواکونه وروزي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یو کاناډآيي پوځي په غیر جنګي پېښه کې د ټپي کېدو له کبله ساه ورکړه.

له هغه سره له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د کاناډآيي پوځیانو د تلفاتو شمېر۱۵۶ ته ورسېد.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement