پوسټ کوډ ۱۷۲۸۰۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۰ ۰۹:۲۴

د پاکستان پر پوځ د خلکو انتقادونه مخ پر ډطرېدو دي

تاند - د مې میاشت د پاکستان د پوځ لپاره له جنجاله ډکه میاشت وه.لومړنۍ پېښه د مې په دوهمه د امریکا د کومانډو ځواکونو په وسیله په ایبټ اباد کې د پوځ د یوې مهمې اکاډیمۍ ترڅنګ د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پر خوندي کور حمله وه چې د پاکستان د پوځ له مالوماتو پرته ترسره شوه.

ورپسې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواک پر اډې د مې د دوه ویشتمې نېټې برید و چې شپاړس ساعته یې دوام وکړ، لس پوځیان او څلور سخت دریځي پکې ووژل شول.

دې مسلې چې د پاکستان پوځ ونه کړای شول داسي مهم او کلیدي پوځي مرکز وساتي، د ډېرو لپاره پوښتنې پیدا کړې.

د مې په نهه ویشتمه خبریال سید سلیم شهزاد وتښتول شو.نوموړی په مرکز اسلام اباد کې لږ وروسته له دې برمته شو چې د کراچۍ د حملې په اړه یې یو تحقیقي راپور خپور کړ.شهزاد په دې تحقیق کې تور لګولی وو چې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواک په اډه کې جګړه د پوځ او القاعده ترمنځ د پټو خبرو له ناکامېدو وروسته نښتې وه.

له دې راپور څو ورځې وروسته شهزاد وویل چې خبرداري ورکړای شوي دي. د ده مړی، چې د شکنجې نښې پرې له ورایه ښکارېدې، له اسلام اباده لېري وموندل شو.

د شهزاد په قتل کې د تور ګوتې آی ایس آی ته ونیول شوې.

د بشري حقونو فعالان او خبریالان د شهزاد د قتل او د هغه راپور په باب د تحقیقاتوغوښتنه کوي چې په وجه یې ده ته د آی ایس آی له لوري خبرداري ورکړای شوي وو.آی ایس آی دا تور ردوي.

اوس یوشمېر خلک په دې هم انتقاد کوي چې ولې باید د پاکستان ډېرعواید او نړیوالې مرستې پوځ ته په لاس ورشي.

د پاکستان رسنۍ، د پارلمان غړي او عام خلک پوښتنه کوي چې ولې باید پوځیان پرېمانې شتمنۍ ولري.

په اسلام اباد کې مېشت خبریال او ژورنالیست زاهد حسین وايي چې پر آی ایس آی د انتقادونو لپاره ډېر نور موارد هم شته:

«په دې باب چې پیسې چېري ځي، ډېرې پوښتنې شته.ایا لویې پوځي بودجې په مناسب ډول مصرفېږي؟ په دې ډول پوښتنو نن سبا بحثونه روان دي.په خپله د پوځ په اړه، له دا ډول وضعیت سره د مقابلې په برخه کې د هغه د مسلکي توب په باره کې هم پوښتنې کېږي. په ځانګړي ډول په دې باب پوښتنې کېږي چې پوځ له خپلو مسلکي چارو دباندې نورې معاملې هم کوي.»

د دغو پوښتنو په خاطر زاهد حسین په خپله پخوا ځورول شوی دی.

حسین په یوه مستند راپورکې، چې نیوزویک مجلې خپور کړی، افشا کړې وه چې د پاکستان پوځ څرنګه شرکتونه او ملکیتونه جوړ کړي چې ورسره یوکم شمېرواکمنو جنرالانو شتمني، قدرت او امتیازونه ترلاسه کړي.

زاهد حسین د دې لیکنې په خاطر د پخواني پوځي ولسمشرجنرال مشرف په خبري غونډو کې له ګډونه منع شو.

د پاکستان د بشري حقونو فعالې او د ښځو مدافع وکیلې اسما جهانګیرخپل ټول عمر د مذهبي اقلیتونو او بې مځکو بزګرو د حقونو لپاره په مبارزې تېر کړی.

د دې هلې ځلې سبب شوي چې د پاکستان د پوځ له مخالفت سره مخامخ شي.د همدې لپاره بندي شوې او یا په کور کې نظر بنده شوې ده.

د دې له لوري ترتیب شوي سوله ییز لاریونونه د پولیسو له مخالفت او تشدد سره مخامخ شوي.

جهانګیر یوه له هغو کسانو څخه ده چې د پوځیانو د شتمن کېدو په باب په لوړ ږغ پوښتنې کوي:

«پوځي جنرالان ټول وخت د ګلف لوبه کوي او بیا په دې باب ږغېږي چې چېري د کور نومرې واخلي.دوی په کراچۍ کې د سمندري ځواک په اډه کې د واده سالون جوړ کړی و، ما ته ووایاست تر اوسه پوري مو اورېدلي چې چا دې په داسي حساس ځای کې د واده سالون جوړ کړی وي.»

د پاکستان په کالنۍ بودجه کې چې د جون په درېمه اعلان شوه، یوه لویه برخه یعني په سلو کې ۲۵ پوځ ته ورکول کېږي.

روغتیا او معارف ته تر پنځو فیصدو هم کمه ځانګړې شوې.

له ۲۰۰۱ څخه امریکا پاکستان ته تر شل ملیارده ډالره زیاته مرسته ورکړې خولویه برخه یې د پوځیانو جېب ته لوېدلې ده.

د پاکستان د امنیتي چارو د کارپوهې عایشې صدیقي په وینا د پاکستان د پوځ د شتمنیو ارزښت تر لس ملیارد ډالرو اوړي.پوځ تر پنځه ملیون هکتاره زیاته مځکه لري.

عایشه صدیقي چې یو وخت د پاکستان په سمندري ځواک کې د تحقیقاتو ريیسه وه وايي پوځیانو د سیاسي قدرت په خاطر اقتصادي ګټې ترلاسه کړې خو اوس د دغو اقتصادي ګټو په خاطر، نه غواړي چې سیاسي قدرت له لاسه ورکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement