پوسټ کوډ ۱۷۲۶۶۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۵ وری ۱۳۹۰ ۰۸:۳۸

ولسمشر کرزي یو وار بیا له ایران او پاکستانه په افغانستان کې د سولې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

تاند - د افغانستان ولسمشرحامد کرزی پرون د نیمروز ته لاړ او د دغه ولایت له یوشمېر مشرانو، دیني عالمانو او ولسي استازو سره یې په دې ولایت کې د پوهنتون، هوايي ډګر، کمال خان بند او یوشمېر نورو پروژو په باب خبرې وکړې.

د نیمروز والي، د ولایتي شورا ريیس او د زرنج ښار د جامع جومات خطیب له ولسمشر کرزي سره د نیمروزیانو د ستونزو د شریکولو په څنګ کې غوښتنه وکړه چې نیمروز دې دوهم درجه ولایت ته لوړ شي، د کمال خان بند، پوهنتون او هوايي ډګر دې جوړ شي او د ښار او ولسوالیو د سړکونو پر پخولو سربېره دې ښاریانو ته صحي اوبه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

په نیمروز کې د کمال خان بند، چې د محمد داوود خان په جمهوریت کې پرې کار پیل شوی وو، له دې کبله نه بشپړېږي چې ایران ورسره مخالفت کوي.خو ولسمشر کرزي ژمنه وکړه چې پر دې پروژې به په درو اوونیو کې دننه کار پیل شي.


د بندونو جوړول د افغانانو یوه اصلي غوښتنه ده او ډېر افغان کارپوهان وايي چې دا ډول بیخ بنايي پروژې د افغانستان د سبا ورځې مهمې سرمایې دي.

ولسمشر کرزي په دې خوښي وښودله چې خلک ترې د خپلو سیمو د ترقۍ او پرمختګ لپاره د پروژو غوښتنې کوي.

کرزي همداراز وعده ورکړه چې د روغتیايي اوبو،روغتون او روغتیايي مرکزونو د جوړولو او همداراز د نیمروز ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو موضوع به د کابینې په غونډه کې یاده کړي او همداراز به د اړوندو وزارتونو مسوولانو ته ووايي چې لازم اقدامات وکړي.

ولسمشر کرزي وویل، په افغانستان کې تر یوه حده پرمختیايی کارونه شوي او اوس د ټولو لویه هیله او ارمان دا دی چې په وطن کې سوله راشي.د همدې مقصد لپاره د سولې او پخلاینې پروسه پیل شوې او دی له ټولو افغانانو غواړي چې یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د دې ملي پروسې د بریالیتوب لپاره هلې ځلې وکړي.

ولسمشر کرزي یو ځل بیا پر طالبانو ږغ وکړ چې خپل هیواد وران نه کړي، د خپلو بچیانو ښوونځيو ته اور وانه چوي، خپلې خاورې ته ور وګرځي او په پوره ازادۍ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه هڅې وکړي.

نیمروز د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې موقعیت لري او یوازینی ولایت دی چې هم له ایران او هم پاکستان سره پوله لري.پر دې دوو هیوادونو د افغان او لوېدیځو مقاماتو له لوري تور پوري کېږي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او افغانستان ته وسلې او جګړه مارو لېږي.

خو ولسمشر کرزي  په نیمروز کې وویل:«ایران او پاکستان زموږ دوستان دي، موږد یوبل ګاونډیان یو او په یوه سیمه کې اوسو، نو له دوی غواړو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې زموږ سره مرسته وکړي.»

ښاغلي کرزي د زرنج د نجونو لېسې ته هم لاړ او زده کوونکې یې درس او زیار ته وهڅولې.ده وویل: د افغانانو د درپه درۍ او بدمرغۍ علت بې تعلیمي او د مسلکي زده کړو نشتوالی دی نه دا چې افغانان تر بل چا کم او بې غیرته دي.

ولسمشر د نیمروز له دیني عالمانو وغوښتل چې نجونې او هلکان دواړه زده کړې او تعلیم ته تشویق کړي څو د نیمروز خویندې او میندې د خپل ولایت په ډاکترانو درمل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement