پوسټ کوډ ۱۷۲۶۰۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۸ غویی ۱۳۹۰ ۰۸:۳۸

پینتاګون: د کابل په هوايي ډګر کې ۹ امریکایان وژل شوي

د امریکا د دفاع وزارت، پینتاګون ویندوی وویل چې پرون د کابل په هوايي ډګر کې اته(۸) پوځیان او یو ملکي قراردادي وژل شوي وو چې درست امریکایان دي.

په لومړي سر کې ویل شوي وو چې یوه افغان پېلوټ شپږ تنه بهرني پوځیان وروسته له دې وژلي چې لفظي لانجه یې په منځ کې پېښه شوه، وروسته ناټو په یوه لنډکۍ خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو شمېر اته(۸) تنه یاد کړ خو تېره شپه د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون په دې پېښه کې، چې د کابل هوايي ډګر د افغان هوايي ځواک په ساحه کې وشوه، د افغان پېلوټ په شمول د ټولو وژل شویو کسانو شمېر لس تنه اعلان کړ.

د پینتاګون ویندوی ډګروال ډیویډ لاپن وویل:«زموږ اوسني مالومات چې ایساف ځواکونو راکړي دا دي چې په برید کې اته پوځیان او یو ملکي وژل شوي.ټول نهه تنه وژل شوي کسان امریکایان دي.»

ناټو ویلي چې دا په تېرو لسو کلونو کې د یوه افغان له لوري د دوی پر ځواکونو تر ټولو وژونکې حمله ده.

ویل شوي چې حمله کوونکي پېلوټ له شاوخوا شلو کلونو راهیسي د افغانستان په هوايي ځواک کې کار کړی او د یوې لفظي لانجې پر سر یې د توپک خوله بهرنیو ځواکونو ته اړولې ده.

په نورو راپورونو کې ویل شوي چې وژل شوي کسان د افغان هوايي ځواک یا روزونکي او یا هم سلاکاران وو.

که څه هم ثابته شوې چې حمله د افغانستان د هوايي ځواک یوه پخواني پېلوټ احمد کل کړې خو لا هم جوته نه ده چې هغه د دولت د وسله والو مخالفانو تر اغېز لاندې دا کار کړی او که غوسه شوی او له بهرنیو پوځیانو سره لفظي لانجه سبب شوې چې ټوپک ته لاس کړي.

خو لوېدیځو اژانسونو دا حمله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر ضد د افغانانو د احساساتو د پارېدو نښه بللې ده.

په عین حال کې ویل شوي چې حمله کوونکی پېلوټ(احمد ګل) تر سخت اقتصادي فشار لاندي و او په وروستیو کې یې خپل کور هم پلورلی و.

د پېلوټ احمدګل ورور له طالبانو سره د خپل ورور ارتباط په کلکه رد کړ خو ویې ویل:«دی تر اقتصادي فشار لاندې و، په وروستیو کې یې خپل کور خرڅ کړ.د دغو فشارونو له کبله یې وضعه عادي نه وه.»

د پېلوټ احمدګل ورور ډاکتر محمد حسن صاحبي همداراز وویل: «دی (احمدګل) د ژوند په ډېرو سختو مرحلو کې و. ده په کلونو د خپل هیواد لپاره خدمت وکړ. په ده خپل خلک ګران و.له طالبانو یا القاعده سره یې هیڅ ارتباط نه درلود.»

صاحبي دا هم وویل چې د ده ورور د پوځي خدمت په لړ کې څلور یا پنځه ځلي ټپي شوی وو، یو ځل ډېر سخت ژوبل شوی وو چې هیلي کوپتره یې ولوېده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement