پوسټ کوډ ۱۷۲۵۱۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۱ وری ۱۳۹۰ ۱۰:۰۵

امریکا په لسو کلونو کښې په افغانستان کښې هیڅ بریا نه ده لرلي

دافغانستان دپارلمان پخواني استازي په دغه هیواد کښې دامریکا نوي خوځښتونه او دغه هیواد ته دامریکا دځانګړیو پوځیانو استول دامریکا دانتخاباتو په درشل کښې دولسمشر باراک اوباما انتخاباتي هڅه وبلله .
سردار محمد رحماني اوغلي ته وویل دامریکا دولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو مقدماتي فعالیتونه روان کال پیلیږي او دولسمشر باراک اوباما حکومت هڅه کوي دځان په ګټه له هرې ممکنې وسیلې استفاده وکړي .
دافغانستان دغه سیاسي کارپیژاند وویل دامریکا پوځیان په تیرو لسو کلونو کښې نه دي توانیدلي په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دمنلو وړ بریاو ولري نو پر دې اساس افغانستان ته د امریکا دځانګړیو پوځیانو استول به هم په دې لړ کښې کومه مرسته ونکړي .
هغه وویل طالبانو ډله په وروستیو کښې له تیر وخت څخه په کوټلي او اغیزشیندونکي توګه عمل کوي او دطالبانو دمشر فیزیکي حذفول په دومره اسانۍ سره امکان نلري .
هغه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستان څخه دامریکا دپوځیانو وتلو او افغانستان ته دامریکا دځانګړیو پوځیانو دورتلو دخبر خپریدا ته په اشارې سره وویل دغه مسله دافغانستان دمسایلو په باره کښې دامریکا دوه ګوڼه سیاست ښکاره کوي .
دافغانستان دپارلمان پخواني غړي وویل دغه مسله ددې ښودنه کوي چې دامریکا حکومت له طالبانواو القاعده ډلو سره په مبارزې کښې په دوه لاې کښې ولاړ دی او لالهانده شوی دی او امریکا په عین حال کښې غواړي له افغانستانه دباراک اوباما په ګټه دانتخاباتو دسیالیو لپاره دسیاسي اوزار په توګه ګټه پورته کړي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement