پوسټ کوډ ۱۷۲۴۳۲
نیټه خپرول: شنبه ۲۱ کب ۱۳۸۹ ۱۳:۰۲

ناټو: نړیوال ځواکونه سمدستي له افغانستانه د وتلو نیت نلري

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه چې تمرکز یې په بشپړ ډول پر افغانستان و، پرون پای ته ورسېده. د ناټو چارواکو دا غونډه په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره ډېره مهمه بللې ده.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د پرونۍ غونډې د ټولو خبرو اترو تمرکز پر افغانستان و.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن له غونډې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زیاته یې کړه، د افغانستان او پاکستان ترمینځ په قبایلي سیمه کې تروریستي ډلې تر ډېره حده ځپل شوې دي.

ده د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ملي اردو او پولیسو د روزنې په برخه کې خورا ښه پرمختګ شوی. ده همداراز هیله څرګنده کړه چې افغان ځواکونه به وتوانېږي چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې د هېواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي او په نتیجه کې به یې د پوځي فعالیتونو پرېکړه افغانان کوي:

څرنګه چې افغان ځواکونه به په زیاتېدونکي ډول د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي، په نتیجه کې به په یوه ځانګړې سیمه کې د آیسف ځواکونو شمېر راکم شي. په نورو سیمو کې به هم د اړتیا له مخې د مسوولیتونو وېش په همدې ډول عملي شي، او طبعاً په پای کې به د قوت د ځای پرځای کولو پرېکړه د افغانانو مسوولیت وي."

خو د ناټو عمومي منشي خبرداری ورکړ چې په راروان کال کې به ستونزې وي او نوی کال به د افغانستان لپاره ډېر مهم کال وي.

ښاغلي رسموسېن د افغانستان د هوايي ځواک د جوړولو لپاره د هڅو په اړه وویل، د روسیې او ناټو شورا افغانستان ته د نویو هیليکوپټرو د ورکولو په اړه موافقه کړې ده چې لګښت به یې ناټو ورکوي.
رسموسېن همداراز ټینګار وکړ، چې نړیوال ځواکونه سمدستي له افغانستانه د وتلو نیت نلري:

"په داسې حال کې چې موږ د امنیتي مسوولیتونو سپارل پیل کوو، په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې به بدلون راشي خو موږ په وتلو پیل نه کوو.

ښاغلي رسموسین همداراز وویل، د هغو ولایتونو فهرست به په نوي هجري لمریز کال کې د ولسمشرحامدکرزي له خوا اعلان شي چې د امنیتي چارو مسوولیتونه به افغان ځواکونو ته پکې وسپارل شي.

ده زیاته کړه چې د افغانستان او ناټو چارواکي به ټو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement