پوسټ کوډ ۱۷۲۴۲۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۳ کب ۱۳۸۹ ۰۸:۵۹

ولسمشر کرزي د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني له استازي سره خبرې وکړې

 ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په بن کې د افغانستان په اړه د راتلونکې کانفرانس د جوړېدو په هدف د څلورو کاري ډلو پر جوړولو موافقه کړې ده.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې اړه پرون ماذدیګر په ارګ کې د ولسمشر کرزي او د مایکل شتاینر تر منځ خبرې وشوې.

د اعلامې په وینا ښاغلۍ کرزی او د جرمني استازی له طالبانو سره د سولې د پروسې او افغان امنیتي ځواکونو ته د هیواد د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پر مسلو په اړه هم وغږیدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو او د دغه تړون سرمنشي هیله څرګنده کړه، چې افغان ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله پورې د دې وړتیا پیدا کړي، چې د خپل هیواد امینتي چارې پر غاړه واخلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement