پوسټ کوډ ۱۷۲۳۴۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ کب ۱۳۸۹ ۱۲:۱۲

د کندهار په سپین بولدک کې ۲۶ تنه ټپیان شوي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې ځان وژونکي حملې 26 تنه ټپیان کړي دي.

په کندهار کې د سرحدي ځواکونو درستیزوال عبدالرازق وايي، چې حمله کوونکي په یوه موټر کې و او د سپین بولدک د سرحدي ولسوالۍ په بازار کې یې حمله وکړه.

دی وايي، دغې ځان وژونکي حملې 16 ولسي خلک، 6 پولیس او 4 د ملي امنیت کار کوونکي ژوبل کړي دی.

سپین بولدک د پاکستان پولي ته پرته د کندهار یوه مهمه ولسوالۍ ده، یوه اونۍ مخکې د کندهار پر امنیه قومندانۍ هم وسله واله مخالفینو حمله وکړه، چې د چارواکو په خبره، 60 کسان په کې مړه او ټپیان شو ،چې طالبانو د دې حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement