پوسټ کوډ 172241
نیټه خپرول: پنج شنبه 14 سلواغه 138913:17

په شمال کې د پښتنو د قومي مشرانو پر منطمو قتلونو اندېښنه ښکاره شوه

تاند- د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پښتنو د سر کسانو د وژلو په باب د پر له پسې راپورونو له خپرېدو ورسته د پکتیا قومي مشرانو او سپین ږیرو بالاخره د لومړنیو کسانو په توګه عکس العمل وښود او له دولت او مدني ټولنو څخه یې وغوښتل چې د دې لړۍ مخه ونیسي.

په وروستيو كې په شمالي ولايتونو كې د قومي مشرانو د مرموزې وژنې لړۍ پيل شوې او په ترڅ كې يې زيات شمېر مخور مشران وژل شوي دي.

د پكتيا ولايت د مدني بنسټونو د ګډې جرګې له خوا د قومي مشرانو او سپین ږیرو په تنظيم شوې غونډه کې پر دې ژوره اندېښنه ښکاره شوه چې د هیواد په شمال کې په منظم ډول یوازې د هیواد د یوه خاص قوم مشران وژل کېږي.

د غونډې برخوالو د پښتنو قومي مشرانو او د افغانستان د اسلامي حزب د مشهورو قوماندانانو وژنه وغندله.

د پکتیا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي ګډونوالو ته وويل، د هېواد په شمال او جنوب كې د پښتنو مشرانو، ديني عالمانو او حزبي قوماندانانو په وژنه او ترور كې د پرديو او ګاونډيو هېوادونو داخلي لاسپوڅي برخه لري.

ښاغلي احدي د كومې ډلې نوم وانخيست، خو ویې ویل چې يوازې د پښتنو مشرانو له وژلو دا څرګندېږي چې د هېواد په شمال كې نور قوم

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement